ads

طالبان د بدخشان له كانونو ميليونونه افغانۍ عوايد ترلاسه كوي‎

د بدخشان امنیتي مسوولین وایي، چې د یاد ولایت یو شمېر كانونه د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي او له كانونو څخه خپل اکمالات کوي.

نویسنده: The Killid Group
29 وږی 1395
طالبان د بدخشان له كانونو ميليونونه افغانۍ عوايد ترلاسه كوي‎

د بدخشان امنیتي مسوولین وایي، چې د یاد ولایت یو شمېر كانونه د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي او له كانونو څخه خپل اکمالات کوي.

د بدخشان ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر محمد نبي بیان وایي، چې د راغستان ولسوالۍ د طلا او لاجوردو كانونه د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.

د امنیت امر زیاته کړه، چې وسله وال طالبان د راغستان له كانونو څخه د میاشتې شاوخوا پنځه میلیونه افغانۍ ترلاسه کوي.

د بدخشان ولایت د ولایتي یو شمېر غړي هم دا خبره تایيدوي، چې وسله وال طالبان د بدخشان له كانونو څخه ډېره ګټه پورته کوي او له سیمې څخه ځوانان خپلو لیکو ته جذبوي.

د بدخشان ولایت د ولایتي شورا وکیل عبدالله ناجي له دولت څخه غواړي، چې باید په دې ولايت کې د نا امنیو مخه ونیول شي.

د بدخشان ولایت د مدني ټولنو رئیس سيف الدين سايس وایي، چې وسله وال طالبان د كانونو له ګټې څخه سپکې او درنې وسلې له پاکستان څخه اخلي او د نورستان ولایت له لارې يې، چې له بدخشان سره سرحد لري، لېږدوي.

نوموړي زیاته کړه، چې دولت بايد ملي شتمنیو ته توجه وکړي او د امنیت په خوندیتوب کې یې کوټلي ګامونه پورته کړي.

د بدخشان ولایت د طلا او لاجوردو كانونه په نړۍ له خاص شهرت څخه برخمن دي، چې له تېرو څو کلونو راهیسې په غیرې قانوني ډول سره ویستل کېږي او  ګټه يې د وسله والو طالبانو، غیرې مسوولو والو او په دولت کې د یو شمېر مشهورو سیاسي څېرو جېبونو ته ځي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA