ads

د چين لومړى باري ريل ګاډى حيرتان ته رسېدلى

د چين لومړى باري يا کارګو ريل ګاډى، چې نږدې دوه اونۍ وړاندې د دغه هېواد په ختيځ کې له نانتونګ ښاره د افغانستان په لور خوځېدلى و، تېره شپه حيرتان بندر ته رارسېدلى دى.
د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند مس

نویسنده: The Killid Group
17 وږی 1395
د چين لومړى باري ريل ګاډى حيرتان ته رسېدلى

د چين لومړى باري يا کارګو ريل ګاډى، چې نږدې دوه اونۍ وړاندې د دغه هېواد په ختيځ کې له نانتونګ ښاره د افغانستان په لور خوځېدلى و، تېره شپه حيرتان بندر ته رارسېدلى دى.
د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند مسافر قوقندي وايي، په دې ريل ګاډي كې له دوه زره ټنه زيات سوداګريز توكي بار دي، چې شل ميليونه ډالره بيه لري.
د يادونې وړ ده، چې دغه ډول بل ريل ګاډي هم څو ورځې وړاندې له چين څخه د افغانستان په لور حركت كړى او تراوسه پر لاره دى.
افغان سوداګر وايي، له چين سره د ريل ګاډي له لارې په نښلېدو سره به افغانستان له اقتصادي اړخه ډېر پرمختګ وکړي.
د هغوى په وينا، پخوا افغانستان له چين سره د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې سوداګريزې اړيکې لرلې، چې له كبله به يې دوى له ډېرو ستونزو سره مخ وو.
حاضردمه افغانستان له حيرتانه تر مزار شريف ښاره پورې ۷۵ کيلومټره پټلۍ يا ريل لار لري، خو حکومت په پام کې لري، چې د اورګاډي پټلۍ نورو سيمو ته هم وغځوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA