د ښځو چارو وزیره وایي، په سیاسي برخه کې د ښځو وضعیت بدلون کړی خو په وینا یې دا هغه څه دي چې لا هم د قناعت وړ نه دي.
دلبرنظري چې د یکشنبې په ورځ یې د ښځو د سیاسي مشارکت ترنامه لاندې د درې ورځني کنفرانس په لومړۍ ورځ خبرې کولې وویل، له خپلو سیاسي او مدني حقونو څخه د ښځو ناخبري، د هغوی پر ځای د نارينه و رایه ورکول، امنیتي ستونزې او ناوړه دودونه هغه ننګونې دي چې د ښځو د سیاسي فعالیت او ګډون پر وړاندې خنډ شوي دي.
نوموړې وويل، په افغانستان كې د ښځو وضعيت د تېرې يوې نيمې لسيزې په نسبت بدل شوى دى، خو په وينا يې د دوى سياسي رول د دوى له حضور سره متناسب نه دى: (( ګڼې ستونزې يې په مخ كې شته، لكه له خپلو سياسي او مدني حقونو څخه ناخبري، د دوى په ځاى يې د كورنۍ نارينه رايه وركوي، امنيتي ستونزې او ناوړه دودونه هغه څه دي چې په سياسي ډګر كې د دوى حضور يې كمرنګه كړى او د مشاركت مخه يې نيولې.))
خو اجراییه ریاست بیا په سیاسي برخه کې د ښځو د ونډې په زیاتولو ټینګار کوي او وایي چې د دولت دنده ده ترڅو په سیاسي برخه کې د ښځو رول زیات شي.
اجراییه ريیس عبدالله عبدالله غونډې په خپل پیغام کې چې د نوموړي د دفتر د رئیس عبدالقهارعابد له خوا ولوستل شو، كاږلي وو چې په سیاسي برخه کې د ښځو د حضور زیاتوالي لپاره باید دولت زمینه برابره کړي .
اجرائيه رئيس په خپل پيغام كې زياته كړې وه چې دا د دولت په کاري لومړیتوبونو کې هم دي: (( موږ په حكومت كې دې ته ژمن يوو او هڅه كوو چې د ملي مشاركت په ټولو برخو كې د ښځو ونډه زياته كړو، په دې برخه كې د ښځو د چارو وزارت هڅې كولى شي چې زياتې مؤثرې تمامې شي، دولت مكلفيت لري چې د ښځو د مشاركت برخه تقويه كړي او د سياسي برخې په ګډون نورو برخو كې هم زيات فرصتونه ورته برابر كړي، دا هغه څه دي چې بايد د دولت په وظيفوي اوليتونو كې وي او موږ هم دا خپل اوليتونه ګڼو.))
بلخوا د سولې د عالي شورا غړې صدیقه بلخي چې په یاد کنفرانس کې یې خبرې کولې په سیاسي برخه کې د ښځو له ونډې خوښه وه او ویې ویل چې اوسمهال د دوی قناعت حاصل شوی خو په خبره یې که په سیاسي برخه کې ښځې له پامه وغورځول شي نو په هیواد کې د سولې راتګ ناشونی دی: (( كه څه هم د ښځو مشاركت ته په سياسي برخه كې پاملرنه شوې خو بيا هم وايم كه نن چېرته خداى ناخواسته ښځه د افغانستان په سياسي مشاركت كې له پامه وغورځول شوه، نو يقين ولرئ چې سوله به رامنځته نه شي.))
خو د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې بیا د ښځو په وزارت او د ښځو له حقونو څخه د دفاع په ځنو بنسټونو نیوکه کوي چې دوی د سیاسي مشارکت غوښتنه کوي او له دې لارې خپل ګټې تعقیبوي، له بهرنیانو او مرسته کوونکو څخه د پروژو د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي او د ښځو پر وړاندې چې تاوتریخوالی ورځ تربلې زیاتیږي هیڅ یوه بنسټ یې په اړه اغیزمن ګامونه پورته نه کړل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ