د کندوز ولایت د صنایعو او سوداګرۍ خونې چارواکي وایي، له کومې ورځې چې په کندوز کې د جګړو لمن پراخه شوې، پر خصوصي سکټور یې بده اغېزه کړې او سوداګرو ته په میلیونونه افغانۍ زیان رسېدلی دی.
په کندوز كې د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوول مسعود وحدت وایي، د الچین پل نړېدو چې مرکزي اسیا یې له افغانستان سره نښلوله د هېواد په اقتصاد بده اغېزه کړې ده.
وحدت زیاته کړه، همدا اوس په سلګونه موټر د شیرخان په بندر کې د پل د خرابوالي له امله بند پاتي دي.
مسعود وحدت همدا راز وايي، د شېرخان بندر او کندوز ښار تر منځ په لويه لار یو شمېر کارخانې دي چې د نا امنیو او د پل خرابوالي له امله دلته هم كارونه په ټپه درېدلي دي: (( جګړې بد تاثير كړى دى، درې ورځې وړاندې دلته په لاره د تشناب كاغذ د توليد يوې فابريكې اور اخيستى و، په دې مسير د وطني جوسو يوه فابريكه ده، د كاغذي دسمال، شيرين بويه فابريكه او د اوړو لويه فابريكه په دې لاره شته چې له خطر سره مواجه دي، زه پر حكومت غږ كوم چې دلته د امنيت ټينګښت ته زياته پاملرنه وكړي. بله دا چې بايد د الچين پل په جوړېدو کې کوټلي ګامونه پورته شي تر څو خصوصي سکټور له دې زیات زیانمن نه شي.))
د کندوز والي اسدالله عمرخیل بیا ډاډ ورکوي چې ډیر ژر به د الچين پر پل بيا کار پیل شي او په راتلونکې یوه اوونۍ کې به د سوداګرو د مالونو د وړلو راوړلو لپاره پرانیستل شي: (( هغه ورانى چې د الچين په پل رامنځته شوى، د وړو وسايطو لپاره به ژر تر ژره جوړ شي، خو د درنو وسايطو لپاره به په درې څلورو ورځو كې د دې امكان پيدا كړو چې په پر عبور او مرور وكولى شي.))
د یادونې وړ ده چې خصوصي سكټور په تېره میاشت کې د شېرخان بندر له لارې نږدې ۴۰ میلیونه افغانۍ عواید کړې ترلاسه كړي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ