د فارياب خلك شكايت كوي چې دغه ولايت ته په غځېدلو لارو امنيتي وضعيت خراب شوى دى خو ځايي امنيتي چارواكي وايي، د فارياب پر لويه لار يې تر عملياتو وروسته د پوليسو شپږ نوې امنيتې پوستې د امنيت د كنټرول لپاره اچولې دي.
د فارياب د پوليسو وياند كريم يورش كليد ته وويل، دا نوې پوستې امنيتي ځواكونو د اندخوى- ميمنې پر لويه لاره، جنګل او د فيض اباد- تګاب تر منځ لاره كې د خلك د امنيت لپاره اچولې دي.
يورش زياته كړه، په فارياب كې افغان ځواكونو د لارې په اوږدو كې د لا ښه امنيت لپاره د رحمت اباد، سيد اباد او فيض اباد ولسوالۍ شيرين تګاب كې د وسله والو د له منځه وړلو عمليات هم كړي دي: (( په هغو ناامنو سيمو كې چې اړتيا وه هلته عمليات شوي دي او دا مهال فارياب ته په غځېدلو لارو شپږ نوې پوستې اچول شوې دي.))
يورش زياته كړه، تر ګواښ لاندې سيمو كې د عملياتو پر مهال دوه وسله وال وژل شوي او دوه ټپيان دي خو امنيتي ځواكونو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى