ads

افغانستان ته تر نيمايي زيات درمل په غير قانوني لارو راوړل كېږي

د عامې روغتيا وزارت وايي، هېواد ته تر نيمايي زياته برخه درمل په غير قانوني او قاچاقي لارو راوړل کېږي.

د ياد وزارت وياند او د نړيوالو اړيکو مشر وحيدالله مجروح نن له کليد سره په مرکه کې وويل، که څه هم ياد قاچاقي درمل په ټوله کې بې کيفيته نه دي، خو له ښه کيفيت څخه يې هم ډاډه نه دي

نویسنده: The Killid Group
2 وږی 1395
افغانستان ته تر نيمايي زيات درمل په غير قانوني لارو راوړل كېږي

د عامې روغتيا وزارت وايي، هېواد ته تر نيمايي زياته برخه درمل په غير قانوني او قاچاقي لارو راوړل کېږي.

د ياد وزارت وياند او د نړيوالو اړيکو مشر وحيدالله مجروح نن له کليد سره په مرکه کې وويل، که څه هم ياد قاچاقي درمل په ټوله کې بې کيفيته نه دي، خو له ښه کيفيت څخه يې هم ډاډه نه دي.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب كې، چې د کورنيو چارو او عامې روغتيا وزارتونه سره ګډه همکاري لري، نو ولې په پولو کې د يادې اندازې غير قانوني او قاچاقي درملو د واردېدو مخنيوى نه کېږي؟ داسې وويل: (( دوا چې غير قانوني راځي دا په دې معنا نه ده چې ټوله بي كيفيته ده او كه ټوله يې با كيفيته ده، كه پوليسو او امنيتي ځواكونو ورسره همكاري نه واى كړې، نو پنځه نوي فيصده بې كيفيته دوا به راواردېده، اوس د دوى كومك دى او د عامې روغتيا وزارت جديت دى چې موږ كولى شو په دې ډاډه واوسو چې پنځوس فيصده دوا باكيفيته راځي.

په ورته مهال د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مجروح د طبي محصولاتو او درملو د تنظيم لپاره د يوې نوې ملي ادارې د جوړېدو خبر ورکوي.

نوموړي نن په کابل کې په همدې اړې يوې خبري غونډې ته وويل، چې د دې مرکز لويه او جدي دنده به په بازار کې د درملو د کيفيت او بيو کلکه څارنه وي: (( هغه تضاد منافع  او وظيفوي تداخلات چې په سابق كې موجود وو، دې په خپله فساد ته زمينه مساعدوله، حاصل يې دا و چې د دوا قيمت به په مراكزو كې توپير كاوه، په كابل كې له كمپنيو سره د درملو د واردولو معيارونه موجود نه وو، د دې ادارې چې نوې جوړه شوې ده يو عمده مسووليت دا دى چې هم به له دې لارې قيمت كنټرولېږي هم د دوا كيفيت كنټرولېږي او هم هغه ټول د مصؤنيت معيارونه چې تاسې ورته اشاره وكړه چې د توريد په وخت كې، د سټاك د حفظ په وخت كې او د توزيع په وخت كې به چې د راجسترولو او فعاليت لپاره كومو معيارونو ته اړتيا شته، دا به تنظيموي او د تطبيق په نتيجه كې به له خيره هغه ټولې اندېښنې نن موجودې دي له منځه ځي.))

دا په داسې حال کې ده، چې ډېرى خلک په هېواد کې د درملو او روغتيايي خدمتونو له ټيټ کيفيت او لوړو بيو څخه سر ټکوي.

دوى وايي، له همدې کبله دې ته مجبورېږي، چې نورو  هېوادونو په ځانګړې توګه هند او پاکستان ته د درملنې لپاره ولاړ شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA