ads

كندهار: افغان لورى هم په خپله خاوره كې غير قانوني پنجابيان نه پرېږدي

وروسته له هغې چې پاكستاني ځواكونو د سپين بولدك په پوله د چمن دروازه وتړله، د كندهار امنيه قومنداني وايي، تر دې دمه يې په كندهار كې شپېته غير قانوني اوسېدونكي پنجابيان نيولي دي.

د كندهار امنيه قومنداني وايي، پاكستان په سپين بولدك كې د افغانانو لخوا د پاكستان د بيرغ سوځولو په غبرګون كې دروازه تړلې چې له كبله يې زرګونه افغانان او د لمدې مېوې موټرونه د وېش پر پوله بند پاتې دي

نویسنده: The Killid Group
1 وږی 1395
كندهار: افغان لورى هم په خپله خاوره كې غير قانوني پنجابيان نه پرېږدي

وروسته له هغې چې پاكستاني ځواكونو د سپين بولدك په پوله د چمن دروازه وتړله، د كندهار امنيه قومنداني وايي، تر دې دمه يې په كندهار كې شپېته غير قانوني اوسېدونكي پنجابيان نيولي دي.

د كندهار امنيه قومنداني وايي، پاكستان په سپين بولدك كې د افغانانو لخوا د پاكستان د بيرغ سوځولو په غبرګون كې دروازه تړلې چې له كبله يې زرګونه افغانان او د لمدې مېوې موټرونه د وېش پر پوله بند پاتې دي.

د کندهار سوداګر او پر پوله ولاړ افغانان وايي، د دروازې تر تړل كېدو وروسته له څلورو ورځو راهيسي زرګونه ميليونه افغانۍ زيان ورته رسيدلی دی.

د كندهار د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر نصر الله زهير وايي، افغان سوداګرو او بڼوالو ته زرګونه ميليونه افغانۍ تاوان ور اوښتى دى: (( په دې كې هېڅ شك نشته چې تاجرانو، موټروالا، كريټ والا، باغوانانو ته زرګونه ميليونه تاوان اوښتى دى.))

د كندهار چارواكي بيا وايي، د دروازې د خلاصولو په اړه يې پاكستاني لوري سره چټكې خبرې روانې دي، خو د دروازې له تړل كېدو وروسته دوى هم هغو پنجابيانو ته د  افغان خاورې د پرېښودو امر كړى دى چې په كندهار كې په غير قانوني ډول اوسېږي.

د كندهار د امنيه قومندانۍ وياند ضيا دراني كليد راډيو ته وويل، تر اوسه په كندهار كې په غير قانوني توګه مېشت شپېته پنجابيان د افغان لوري لخوا نيول شوي او د پاكستان په پوله اړول شوي دي: (( له تېرې ورځې راهيسې ۳۰ پاكستاني تبعه كسان او دېرش نور نن اړول شوي دي، له افغانستانه پاكستاني تبعه وګړو د شړلو لړۍ به تر هغې دوام ولري تر څو چې په كندهار كې د ژوند كولو، كاروبار او سوداګرۍ قانوني جواز ونه لري.))

د ويش پوله د کندهار او چمن تر منځ مهمه لار ده چې هره ورځ دواړو خواو ته زرګونه افغانان تګ راتګ ورباندې کوي.

پاکستان په لنډه موده کې څو ځله دا دروازه تړلې ده، خو دا چې اوس د دغې دروازې له تړل كېدو سره سم افغان لوري په كندهار كې د پنجابيانو د اوسېدو د مخنيوي اقدامات كړي، خلك يې خوشاله كړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA