په هلمند كې مېشت افغان سرتېري وايي، له يو كال راهيسې د جګړې په لومړۍ كرښه كې جنګېږي او مخالفينو ته يې سختې ماتې وركړې دي خو لوړ پوړو مسوولينو تر اوسه د دوى د ستاينې، رتبو لوړولو او مكافات په اړه هېڅ نه دي كړي.
د هلمند په نادعلي ولسوالۍ كې د چاه انجير او باباجي په پوستو كې ميشته سرتېري وايي، دوى د جګړې لومړۍ كرښې ته د څلورو ورځو په بهانه راوستل شوي خو په وينا يې يو كال كېږي چې شپه و ورځ له وسله والو سره په جګړه كې ښكېل دي.
دوى وايي، تر لسو كلونو پورې به نور هم د هلمند د خلكو دفاع وكړي خو په وينا يې حكومت بايد د دوى د ستاينې او ترفيعاتو په اړه چوپه خوله پاتې نه شي.
ميرزاخان لومړى يو كال مخكې هم لومړى څارن و خو اوس هم چې په هلمند كې يې د جګړې يو كال پوره شوى كومه بله رتبه نه لري: (( شپه و ورځ دلته پراته يوو، بل كار نه لرو بې له دښمن سره له مبارزې، دولت نه غواړو،چې موږ ته ترفيعات راكړي او زموږ عسكر وستايي.))
څارن رازمحمد بيا وايي، د ده ځينې ملګري داسې وو چې په جګړه كې ټپيان شول، خو روغتون ته نه تلل، دا ځكه چې د رازمحمد په وينا هغوى د جګړې له ډګره روغتون ته تګ دځان لپاره پيغور ګاڼه: (( هغوى ويل، سبا به مو مور و پلار وايي چې د جګړې نه راوتښتېدل، زموږ خلك چې دومره جنګېږي نوپر دولت خو د يوې ترفيع حق خو لرو؟ كه نورهېڅ هم نه راكوي يوه ترفيع خو دې سرتېرو او افسرانو ته وركړي.))
په هلمند كې ميشت سرتېري وايي، دا مهال يې د خوراكي توكو او مهماتو په برخه كې ټولې ستونزې اوارې شوي او دوى په لوړ مورال د ژوند تر وروستۍ سلګۍ هم د خپلو خلكو دفاع ته ولاړ دي.
د هلمند د لومړۍ كرښې سرتېرو د ترفيعاتو په اړه د هلمند ولايتي شورا هم جدي ښكاري او وايي، له سرتېرو سره تر خبرو وروسته به د دوى ټولې غوښتنې او ستونزې لوړ پوړو چارواكو ته ورسوي.
بريالى ولي د هلمند د ولايتي شوراغړى دى، نوموړى وايي: (( دا رښتيا ده چې موږ وينو د جګړې په لومړۍ كرښه كې ولاړ ټول سربازانو مو د قوي مورال خاوندان دي. دوى كاملا دښمن ته د ماتې وركولو چمتووالى لري او ددوى كومې ستونزې او مشكلات چې وودامو واورېدل او لوړ پوړو چارواكو ته به يې ورسوو.))
د ولايتي شورا بلغړي ګل اغا مسلم هم په هلمند كې د افغان ځواكونو د ميړانې ستاينې وكړه او له كليد سره يې په خبرو كې وويل، افغان ځواكونو په هلمند كې په لږو امكاناتو ډېر كار كړى دى: (( دوى همېشه ميدان ګټلى دى. هميشه يې د دښمن په مقابل كې مقاومت كړى دى، د دوى غوښتنې مو اخيستې چې پر حقه دي.))
بلخوا د هلمد د والي وياند عمر ځواك بيا وايي، د سرتېرو د ترفيعاتو په اړه يې د كورنيو چارو او ملي دفاع وزيرانو سره خبرې كړې دي چې ډېر ژر به د ولايتي ادارې په هڅو هغه سرتېري وستايل شي چې د جګړې په لومړۍ كرښه كې يې زيات وخت تېر كړى وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ