ads

قطر كندهار كې ۴ زراعتي او ۲۰ د اوبو څښلو څاګانې باسي

د افغانستان لپاره د قطر د سرې میاشتې سیمه ییز استازي احمد العثماني د کندهار له والي ډاکټر محمد همایون عزیزي سره په کتنه کي ويلي، دوی غواړي په دغه ولايت كې د بیړنیو خدمتونو د چمتو کولو په برخه کې کار وکړي او ۲۴ څاګاني وکاږي، چې څلور به یې زراعتي او پاتي به […]

نویسنده: The Killid Group
26 زمری 1395
قطر كندهار كې ۴ زراعتي او ۲۰ د اوبو څښلو څاګانې باسي

د افغانستان لپاره د قطر د سرې میاشتې سیمه ییز استازي احمد العثماني د کندهار له والي ډاکټر محمد همایون عزیزي سره په کتنه کي ويلي، دوی غواړي په دغه ولايت كې د بیړنیو خدمتونو د چمتو کولو په برخه کې کار وکړي او ۲۴ څاګاني وکاږي، چې څلور به یې زراعتي او پاتي به یې د اوبو څښلو لپاره وي.

د کندهار له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې د عثماني له قوله راغلي، دوى پلان لري چې د کلیو او پراختیا له وزارت سره په ګډ تفاهم په اتو ولایتونو کندهار، اروزګان، هلمند، زابل، وردګو، پکتیا، غزني او پکتیکا کې دغه ډول څاګانې وکاږي، چې په کندهار کې دغه پروګرام د افغان تعلیمي او خیریه موسسې له لارې پر مخ ځي.

د نوموړي په وینا پر دې سربېره د زراعت، روغتیا او تعلیم په برخه کي هم همکاري کوي.

په خبرپاڼه کي راغلي چې د کندهار والي ډاکټر محمد همایون عزیزي په حیاتي برخه کې د قطر د سرې مياشتې ټولنې مرستې او همکارۍ وستایلې .

عزیزي د زراعت، کلیو پراختیا، اقتصاد او نورو اړوندخ ادارو مسؤولینو ته لار ښوونه وکړه چې د دې څاګانو د ایستلو لپاره مناسبه ساحه تشخیص کړي او په یاده ساحه کې د څاګانو د ایستلو دلایل په ګوته کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA