په ننګرهار ولايت کې تېره ورځ د غازي امان الله خان جام په نوم د واليبال ولايتي سيالۍ پيل شوې.
د ننګرهار د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې د دې ولايت د بدني روزنې امر شاهدالله ساپي له قوله راغلي، چې دغه سيالۍ د واليبال فدراسيون په کوربتوب د ننګرهار، کونړ او لغمان ولايتونو لوبډلو په ګډون د جلال اباد ښار په سراج العمارت بڼ کې پيل شوې.
ساپی وايي، دغه سيالۍ به دوه ورځې نور هم دوام وکړي. په ننګرهار ولايت کې تېره ورځ د غازي امان الله خان جام په نوم د واليبال ولايتي سيالۍ پيل شوې.
د ننګرهار د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې د دې ولايت د بدني روزنې امر شاهدالله ساپي له قوله راغلي، چې دغه سيالۍ د واليبال فدراسيون په کوربتوب د ننګرهار، کونړ او لغمان ولايتونو لوبډلو په ګډون د جلال اباد ښار په سراج العمارت بڼ کې پيل شوې.
ساپی وايي، دغه سيالۍ به دوه ورځې نور هم دوام وکړي.
نوموړى زياتوي، د دې سياليو هدف د ختيځ زون واليبال منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو پېژندل او پدې زون کې د واليبال لوبې وده او ځوانان ورزش ته هڅول دي.
په ورته حال کې د واليبال فدراسيون مسوول مير احمدشاه د بدني روزنې امريت څخه غوښتنه وکړه، چې د واليبال لوبې د پرمختګ لپاره دوی ته ورزشي وسايل وركړي او د سياليو زمينه ورته برابره کړي.