نامعلومه وسله والو بيګا شپه د فارياب په قيصار ولسوالۍ كې يوه اتلس كلنه پېغله د چاكو په ګوزارونو وژلې ده.
د فارياب امنيتي سرچينې وايي، وژل شوې پېغله عاقله نومېده او د برات لور وه چې وسله وسله وال يې په كور ورننوتي او نوموړې يې د چاقو په ګوزارونو وژلې ده.
د فارياب د پوليسو وياند كريم يورش كليد ته وويل، د عاقلې قاتلين د پېښې له ځايه د شپې په تياره كې په تېښته بريالي شوي خو پوليسو د قتل د يادې دوسيې په اړه پلټنې پيل كړې دي. نامعلومه وسله والو بيګا شپه د فارياب په قيصار ولسوالۍ كې يوه اتلس كلنه پېغله د چاكو په ګوزارونو وژلې ده.
د فارياب امنيتي سرچينې وايي، وژل شوې پېغله عاقله نومېده او د برات لور وه چې وسله وسله وال يې په كور ورننوتي او نوموړې يې د چاقو په ګوزارونو وژلې ده.
د فارياب د پوليسو وياند كريم يورش كليد ته وويل، د عاقلې قاتلين د پېښې له ځايه د شپې په تياره كې په تېښته بريالي شوي خو پوليسو د قتل د يادې دوسيې په اړه پلټنې پيل كړې دي.
نوموړي كليد ته وويل، د دې پېښې انګيزه نه ده معلومه چې عاقله ولې وژل شوې ده.
عاقله په داسې حال كې د فارياب په قيصار ولسوالۍ كې وژل شوې چې په دې وروستيو كې د بشري حقونو ساحوي دفتر ويلي، په شمال زون كې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي زياتېدونكو پېښو اندېښنې ورته درولې دي.
په شمال زون كې د بشر د حقونو خپلواك كميسيون ساحوي مسوول كليد ته ويلي، سږ كال د تېر كال د لومړيو شپږو مياشتو په پرتله ورسره پر ښځو د تاوتريخوالي ۱۲ فيصده زياتې پېښې ثبت شوې دي.