ads

د خوست ۱۶ كلنو ځوانانو فوټبال لوبډله د زون اتله شوه

په خوست کې د دریو ولایتونو د ۱۶ کلنو لوبغاړو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د خوست په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.د فوټبال په يادو سياليو کې د خوست، پکتيا او لوګر ولايتونو د ۱۶ کلنو لوبغاړو د فوټبال لوبډلو ګډون کړی و.د سه شنبې د مازیګر په پای لوبه کې خوست او لوګر لوبډلې سره […]

نویسنده: The Killid Group
6 زمری 1395
د خوست ۱۶ كلنو ځوانانو فوټبال لوبډله د زون اتله شوه

په خوست کې د دریو ولایتونو د ۱۶ کلنو لوبغاړو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د خوست په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.
د فوټبال په يادو سياليو کې د خوست، پکتيا او لوګر ولايتونو د ۱۶ کلنو لوبغاړو د فوټبال لوبډلو ګډون کړی و.
د سه شنبې د مازیګر په پای لوبه کې خوست او لوګر لوبډلې سره مخ شوې چې یو د صفر په مقابل کې د دې لوبې اتلولي خوست لوبډلې خپله کړه.
د خوست د المپيک امريت مسوولين وايي، دغه لوبې لومړی د ولسواليو په کچه په يادو دريو ولايتونو کې پيل شوې وې چې اوس يې ګټونکې لوبډلې د زون په کچه سياليو ته لار مومي. په خوست کې د دریو ولایتونو د ۱۶ کلنو لوبغاړو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د خوست په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.
د فوټبال په يادو سياليو کې د خوست، پکتيا او لوګر ولايتونو د ۱۶ کلنو لوبغاړو د فوټبال لوبډلو ګډون کړی و.
د سه شنبې د مازیګر په پای لوبه کې خوست او لوګر لوبډلې سره مخ شوې چې یو د صفر په مقابل کې د دې لوبې اتلولي خوست لوبډلې خپله کړه.
د خوست د المپيک امريت مسوولين وايي، دغه لوبې لومړی د ولسواليو په کچه په يادو دريو ولايتونو کې پيل شوې وې چې اوس يې ګټونکې لوبډلې د زون په کچه سياليو ته لار مومي.
د خوست المپیک امر عزیزالرحمن ملنګ وایي، د یادو سياليو اتله لوبډله به د زون او د ټولو زونونو ګټونکې لوبډله به د جنوبي اسيا د فوټبال په سياليو کې برخه واخلي.
نوموړی دغه راز وایي، د دې سیالیو په ترسره کېدو سره ډېر تنکي ځوانان له نشو څخه د ورزش لوري ته مخه کوي.
د یادونې ده چې د یادو سیالیو په وروستۍ برخه کې د لوبغاړو د تشویق او مورال لوړولو په موخه یو لړ ډالۍ هم وویشل شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA