د فراه امنيتي مسوولين په دغه ولايت كې د تازه نښتو پر مهال د ۲۰ وسله والو طالبانو د وژل كېدو او ۳۰ نورو د ټپي كېدو خبر وركوي.
د فراه امنيه قومندان توريالي عبدياني كليد ته وويل، طالبانو له تېرو درې ورځو راهيسې د فراه په پشت رود ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو پر پوستو بريدونه پيل كړي وو چې د افغان ځواكونو په ځوابي جګړه كې د وسله والو ۲۰ تنه وژل شوي او ۳۰ نور يې ټپيان شوي دي. د فراه امنيتي مسوولين په دغه ولايت كې د تازه نښتو پر مهال د ۲۰ وسله والو طالبانو د وژل كېدو او ۳۰ نورو د ټپي كېدو خبر وركوي.
د فراه امنيه قومندان توريالي عبدياني كليد ته وويل، طالبانو له تېرو درې ورځو راهيسې د فراه په پشت رود ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو پر پوستو بريدونه پيل كړي وو چې د افغان ځواكونو په ځوابي جګړه كې د وسله والو ۲۰ تنه وژل شوي او ۳۰ نور يې ټپيان شوي دي.
قومندان په جګړه كې د دوه افغان سرتېرو د ټپي كېدو خبره هم وكړه، خو زياته يې كړه، دولتي ځواكونو د هوايي مرستې له بركته د پشت رود ولسوالۍ دوكين، مساو، چپك او چارماز سېمې له وسله والو پاكې كړې دي.
عبدياني همدا راز وويل، افغان ځواكونه به په پشت رود كې تر هغې خپلو عملياتو ته دوام وركړي چې دغه ولسوالي په بشپړ ډول له وسله والو پاكه شي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.