ads

د پكتيكا ارګون كې دولت ۱۸۰ ځوانانو ته حرفوي زده كړې وركوي

د پکتیکا ولایت په ارګون کې شپږ كاله وروسته د دوه نیم میلونو افغانیو په ارزښت د حرفوي زده کړو د کورسونو چارې پیل شوي.د دغو كورسونو د پرانيستې په مراسمو كې د پكتيكا والي الياس وحدت وويل، دا پروژه د كار، ټولنيزو، شهيدانو  او معلولينو وزارت له پرمختيايي بودجې تمويلېږي چې بايد د ولايت […]

نویسنده: The Killid Group
3 زمری 1395
د پكتيكا ارګون كې دولت ۱۸۰ ځوانانو ته حرفوي زده كړې وركوي

د پکتیکا ولایت په ارګون کې شپږ كاله وروسته د دوه نیم میلونو افغانیو په ارزښت د حرفوي زده کړو د کورسونو چارې پیل شوي.
د دغو كورسونو د پرانيستې په مراسمو كې د پكتيكا والي الياس وحدت وويل، دا پروژه د كار، ټولنيزو، شهيدانو  او معلولينو وزارت له پرمختيايي بودجې تمويلېږي چې بايد د ولايت په مركز ښرنه كې تطبيق شوې واى، مګر د ولايت د لزوم ديد له مخې يې په ارګون كې پرانيسته وشوه. د پکتیکا ولایت په ارګون کې شپږ كاله وروسته د دوه نیم میلونو افغانیو په ارزښت د حرفوي زده کړو د کورسونو چارې پیل شوي.
د دغو كورسونو د پرانيستې په مراسمو كې د پكتيكا والي الياس وحدت وويل، دا پروژه د كار، ټولنيزو، شهيدانو  او معلولينو وزارت له پرمختيايي بودجې تمويلېږي چې بايد د ولايت په مركز ښرنه كې تطبيق شوې واى، مګر د ولايت د لزوم ديد له مخې يې په ارګون كې پرانيسته وشوه.
د وحدت په خبره، دغه پروژه كې به ۱۸۰ نجونو او هلكانو ته د فلزكارۍ، خياطۍ، برېښنا، تركاڼۍ، موټرسايكل جوړونې او موبايل جوړونې شپږ مياشتني وركشاپونه وركړل شي: (( په دې كې به زياتره هغه ځوانان وي چې له بې روزګارۍ سره مخ دي، دوى به خپلو كورونو ته له دې لارې حلاله نفقه پيدا كوي، زما غوښتنه دا ده چې د پروژې تطبيق كوونكي دې د پروژې چارې له قرارداد سره سمې مخته يوسي، كه خلاف كار وكړي نو نقدي جريمه او شركت به يې بليك ليسټ شي.))
د پكتيكا والي د سيمې له خلكو هم وغوښتل چې وړ او مستحق كسان دغو كورسونو ته ور وپېژني او له چارو يې هم سمه څارنه وكړي.
د يادونې وړ ده چې په پكتيكا كې شپږ كاله وړاندې دا ډول حرفوي كورس موجود و، خو بېرته په ټپه ودرېد، مګر اوس ځايي خلك هيله من دي چې دغسې نور كورسونه هم ورته جوړ شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA