ads

غزني كې د درې ولايتونو نېزه بازانو د سولې په نوم سيالۍ وكړې

په غزني کې تېره ورځ د دریو ولایتونو د نېزه بازۍ د ټیمونو ترمنځ د سولې په نوم سيالۍ ترسره شوې.د غزني ولایت له المپیک ریاست څخه کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د نېزه بازۍ يا د غزني په سيمه ييزه اصطلاح د سانګې په دغه سیالۍ کې د […]

نویسنده: The Killid Group
27 چنګاښ 1395
غزني كې د درې ولايتونو نېزه بازانو د سولې په نوم سيالۍ وكړې

په غزني کې تېره ورځ د دریو ولایتونو د نېزه بازۍ د ټیمونو ترمنځ د سولې په نوم سيالۍ ترسره شوې.
د غزني ولایت له المپیک ریاست څخه کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د نېزه بازۍ يا د غزني په سيمه ييزه اصطلاح د سانګې په دغه سیالۍ کې د غزني، میدان وردګ او پکتیکا ټیمونو برخه اخیستې وه چې موخه یې ولسونو ته د سولې د پیغام رسول، د درې واړو ولایتونو د ولسونو تر منځ د اړیکو ټینګښت او د نېزه بازۍ د ورزش بیا ترویج او را ژوندي کول وو. په غزني کې تېره ورځ د دریو ولایتونو د نېزه بازۍ د ټیمونو ترمنځ د سولې په نوم سيالۍ ترسره شوې.
د غزني ولایت له المپیک ریاست څخه کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د نېزه بازۍ يا د غزني په سيمه ييزه اصطلاح د سانګې په دغه سیالۍ کې د غزني، میدان وردګ او پکتیکا ټیمونو برخه اخیستې وه چې موخه یې ولسونو ته د سولې د پیغام رسول، د درې واړو ولایتونو د ولسونو تر منځ د اړیکو ټینګښت او د نېزه بازۍ د ورزش بیا ترویج او را ژوندي کول وو.
خبر پاڼه کاږي، د دغو سیالیو په پای کې د غزني ولایت لومړی، پکتیکا دوهم او میدان وردګ ولایت دریم مقامونه خپل کړل.
د خبر پاڼې په حواله تر دې وړاندې هم د دغو ولایتونو تر منځ د نېزه بازۍ سیالۍ په پکتیکا کې ترسره شوې وې او په راتلونکي کې به هم دغه راز سیالۍ په میدان وردګ ولایت کې جوړېږي.
د یادوني وړ ده، چي د سانګې يا نېزه بازۍ ورزش چې د آسونو په وسیله ترسره کېږي تر ډېره د هېواد په مرکزي ولایتونو په تېره بیا غزني، پکتیکا، پکتیا او میدان وردګ ولایتونو کې دود دی.
دا لوبه به د هېواد د ازادۍ د ساتنې په ورځ، اخترونو، نوي كال او نورو مناسبتونو كې ترسره كېده خو په دې وروستيو كې د ناامنيو له كبله د دغه ورزش پر لور د خلكو توجه كمه شوې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA