ads

د فراه په څلورو ولسواليو كې محاكم او څارنوالۍ نشته

د فراه ولايتي چارواكي وايي، د دې ولايت په څلورو ولسواليو ګلستان، بكواه، بالابلوك او خاك سفيد كې دولتي محاكم او څارنوالۍ نه شته.د فراه د والي وياند محمد ناصر مهري نن كليد ته په يو ټليفوني تماس كې دا خبره تاييد كړه او زياته يې كړه، په دغو ولسواليو كې محاكم او څارنوالۍ د […]

نویسنده: The Killid Group
20 چنګاښ 1395
د فراه په څلورو ولسواليو كې محاكم او څارنوالۍ نشته

د فراه ولايتي چارواكي وايي، د دې ولايت په څلورو ولسواليو ګلستان، بكواه، بالابلوك او خاك سفيد كې دولتي محاكم او څارنوالۍ نه شته.
د فراه د والي وياند محمد ناصر مهري نن كليد ته په يو ټليفوني تماس كې دا خبره تاييد كړه او زياته يې كړه، په دغو ولسواليو كې محاكم او څارنوالۍ د سختو امنيتي ستونزو له كبله تړلې دي.
مهري همدا راز په بكواه او ګلستان كې د ښوونځيو د نشتوالي خبره هم وكړه او زياته يې كړه د سختو امنيتي ستونزو له كبله اوس د دغو دوه ولسواليو ښوونځي هم تړلي دي: (( دا مهال د سيمې د خلكو جرمي دوسيې مركز ته را استول كېږي مكتبونه هم تړلي دي.))
د چارو شنونكي په لرې پرتو سيمو كې د محاكمو او څارنواليو نشتون د دې لامل ګڼي چې خلك قومي جرګو او يا هم د طالبانو محاكمو ته ولاړ شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA