ads

خوست كې د روژې يو مياشتنۍ واليبال سيالۍ مركز وحيد لوبډلې وګټلې

د خوست د المپيک امريت د واليبال فدراسيون مسوولين وايي، چې د دغه ولايت په مختلفو سيمو کې د شپې له خوا د روژې مبارکې مياشتې په وياړ د واليبال سيالۍ ترسره شوې.د دوى په وينا، خوست کې تر بل هر وخت امنيتي وضعيت د ډاډ وړ دى، چې ځوانان کولاى شي له يوې سيمې […]

نویسنده: The Killid Group
13 چنګاښ 1395
خوست كې د روژې يو مياشتنۍ واليبال سيالۍ مركز وحيد لوبډلې وګټلې

د خوست د المپيک امريت د واليبال فدراسيون مسوولين وايي، چې د دغه ولايت په مختلفو سيمو کې د شپې له خوا د روژې مبارکې مياشتې په وياړ د واليبال سيالۍ ترسره شوې.
د دوى په وينا، خوست کې تر بل هر وخت امنيتي وضعيت د ډاډ وړ دى، چې ځوانان کولاى شي له يوې سيمې څخه بلې سيمې ته هم د ورځې او هم د شپې له مخې ورزشي سفرونه وکړي. د خوست د المپيک امريت د واليبال فدراسيون مسوولين وايي، چې د دغه ولايت په مختلفو سيمو کې د شپې له خوا د روژې مبارکې مياشتې په وياړ د واليبال سيالۍ ترسره شوې.
د دوى په وينا، خوست کې تر بل هر وخت امنيتي وضعيت د ډاډ وړ دى، چې ځوانان کولاى شي له يوې سيمې څخه بلې سيمې ته هم د ورځې او هم د شپې له مخې ورزشي سفرونه وکړي.
د خوست د المپيک امريت د واليبال فدراسيون يو استازى نور احمد اعتمادي وايي، د واليبال سياليو وروستۍ پايلوبه د مرکز اړوند د لکڼو په مديخېلو سيمه کې ترسره شوه، چې د مرکز وحيد لوبډلې وکولاى شول د لکڼو لوبډلې ته ماتې ورکړي: (( متون سيمه كې هم مسابقې كېدې، په تڼيو، ګوډه خاره، سيګۍ هم لوبې كېدې، رسمي ټورنمنټ په لكڼو سيمه كې  ټولو لوبغاړو په كې ګډون كړى و چې ۲۵ لوبډلې وې، د روژې له اوله دا لوبې پيل شوې او د روژې تر اووه ويشتمې پورې وې، د لكڼو ټيم او مركز وحيد ټيم پايلوبه وكړه، چې د مركز وحيد ټيم وګاټه، خورا زيات مينه وال لوبې ته راغلي وو.))
دا په داسې حال کې ده، چې د خوست د واليبال فدراسيون مسوولين په خوست ښار کې د اختر په  پنځمه ورځ د واليبال د نويو سياليو د جوړولو خبر هم ورکوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA