د فراه چارواكي وايي، وسله وال ددې ولايت په مختلفو ولسواليو کې ماىنونه ځاى پر ځاى كوي چې د امنيتي ځواكونو تر څنګ ملكي خلكو ته ډېر تلفات اړوي.
چارواكي وايي، داسې ورځ نشته چې امنيتي ځواكونه په دې ولايت كې د سړك د غاړې څلور يا پنځه ماينونه نه خنثى كوي.
دفراه والي محمد آصف ننګ کليد ته وويل، وسله والو مخالفىنو ددې ولايت په بالابلوک كې زيات ماينونه تر پلچکونو لاندې ږدي او لاش جوين كې يې هم پر يو نوي جوړېدونكي سړك د ماين خښونې له كبله ستونزې جوړې كړې دي: (( دا سلسله په پشت رود ولسوالۍ کې هم روانه وي او وسله وال هره ورځ د تخريبي اعمالو لپاره هم ماينونه ځاى پر ځاى كوي چې ملكيان يې زيات ښكار ګرځي.)) د فراه چارواكي وايي، وسله وال ددې ولايت په مختلفو ولسواليو کې ماىنونه ځاى پر ځاى كوي چې د امنيتي ځواكونو تر څنګ ملكي خلكو ته ډېر تلفات اړوي.
چارواكي وايي، داسې ورځ نشته چې امنيتي ځواكونه په دې ولايت كې د سړك د غاړې څلور يا پنځه ماينونه نه خنثى كوي.
دفراه والي محمد آصف ننګ کليد ته وويل، وسله والو مخالفىنو ددې ولايت په بالابلوک كې زيات ماينونه تر پلچکونو لاندې ږدي او لاش جوين كې يې هم پر يو نوي جوړېدونكي سړك د ماين خښونې له كبله ستونزې جوړې كړې دي: (( دا سلسله په پشت رود ولسوالۍ کې هم روانه وي او وسله وال هره ورځ د تخريبي اعمالو لپاره هم ماينونه ځاى پر ځاى كوي چې ملكيان يې زيات ښكار ګرځي.))
د فراه ولايت والي وايي، وسله وال مخالفين دا كار ځكه كوي چې دوى د مخامخ جګړى توان له لاسه ورکړى دى.