فارياب امنيتي مسوولين د دې ولايت په غورماچ ولسوالۍ كې اتو وسله والو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر وركوي.
د فارياب د امنيه قومندانۍ وياند كريم يورش كليد راډيو ته د يو ټليفوني تماس په ترڅ كې وويل، امنيتي ځواكونو د غورماچ په آب ګرمك سيمه كې دغه مرګ ژوبله وسله والو طالبانو ته نيولي كمين كې اړولې ده.
د ده په خبره، افغان ځواكونو په ډزو كې درې وسله وال وژل شوي پنځه نور ټپيان شوي دي: (( له وسله والو نه دوه ميله كلاشنكوفونه، يو ميل پيكا او ګڼ نور مهمات پاتې شوي دي.))

دا په داسې حال كې ده چې په تېرو ۴۸ ساعتونو كې د ګرزيوان ولسوالۍ په عملياتو كې د مشهور طالب قومندان ملا رحيم الله په ګډون ۲۲ وسله وال وژل شوي او ۳۱ نور ټپيان شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ