ads

ليونل ميسي له نړيوالو لوبو سره مخه ښه وكړه

د ارجنټاين د فوټبال لوبډلې مشر ليونل ميسي د كوپا امريكا جام سياليو كې په دوهم ځل له چلي څخه د ماتې خوړلو په وجه له نړيوالو لوبو سره مخه ښه وكړه.ارجنټاين د نيوجرسي پر ميدان د كوپا امريكا جام سياليو وروستي پړاو ته له چلي سره په سيالۍ راوتلې وه، خو تر يوې سختې […]

نویسنده: The Killid Group
7 چنګاښ 1395
ليونل ميسي له نړيوالو لوبو سره مخه ښه وكړه

د ارجنټاين د فوټبال لوبډلې مشر ليونل ميسي د كوپا امريكا جام سياليو كې په دوهم ځل له چلي څخه د ماتې خوړلو په وجه له نړيوالو لوبو سره مخه ښه وكړه.
ارجنټاين د نيوجرسي پر ميدان د كوپا امريكا جام سياليو وروستي پړاو ته له چلي سره په سيالۍ راوتلې وه، خو تر يوې سختې لوبې وروسته ارجنټاين په پينالټيو كې دوه د څلورو ګولونو په مقابل كې چلي ته مات شو.
دغه لوبه ميسي د ارجنټاين لپاره د غلطې پينالټۍ په وهلو وبايلله.
ارجنټاين په دې سره د كوپا امريكا جام سياليو كې د دوهم ځل لپاره په فاينل پړاو كې له چلي ماتې وخوړه. د ارجنټاين د فوټبال لوبډلې مشر ليونل ميسي د كوپا امريكا جام سياليو كې په دوهم ځل له چلي څخه د ماتې خوړلو په وجه له نړيوالو لوبو سره مخه ښه وكړه.
ارجنټاين د نيوجرسي پر ميدان د كوپا امريكا جام سياليو وروستي پړاو ته له چلي سره په سيالۍ راوتلې وه، خو تر يوې سختې لوبې وروسته ارجنټاين په پينالټيو كې دوه د څلورو ګولونو په مقابل كې چلي ته مات شو.
دغه لوبه ميسي د ارجنټاين لپاره د غلطې پينالټۍ په وهلو وبايلله.
ارجنټاين په دې سره د كوپا امريكا جام سياليو كې د دوهم ځل لپاره په فاينل پړاو كې له چلي ماتې وخوړه.
د ارجنټاين د لوبډلې مشر له دغې ناكامۍ سمدستي وروسته له نړيوالو لوبو څخه تقاعد واخيست او زياته يې كړه، نورې ورته د خپلې لوبډلې د استازيتوب كولو دروازې بندې شوې.
۲۹ كلن ليونل ميسي د ارجنټاين د فخر وړ هغه نړيوال لوبغاړى دى چې د خپل هېواد لپاره د تر ټولو زياتو ګولونو وهلو نړيوال ريكارډ له ځانه سره لري، خو د ده تر مشرۍ لاندې د ارجنټاين لوبډله دا څلورم ځل دى چې يو لوى فاينل بايلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA