ads

د كاپيسا نوى قومندان: د تګاب كان له وسله والو راګرځوم

د كاپيسا نوى امنيه قومندان جنرال احمد فهيم قايم وايي، د دولت وسله وال مخالفين له څو مياشتو راهيسې د دې ولايت په تګاب كې قيمتي كان د سيمې د خلكو په مرسته باسي او د تصفيې لپاره يې بهر ته استوي.فهيم قايم وايي، وسله وال مخالفين له دې لارې خورا زياتې پيسې ترلاسه كوي، […]

نویسنده: The Killid Group
6 چنګاښ 1395
د كاپيسا نوى قومندان: د تګاب كان له وسله والو راګرځوم

د كاپيسا نوى امنيه قومندان جنرال احمد فهيم قايم وايي، د دولت وسله وال مخالفين له څو مياشتو راهيسې د دې ولايت په تګاب كې قيمتي كان د سيمې د خلكو په مرسته باسي او د تصفيې لپاره يې بهر ته استوي.
فهيم قايم وايي، وسله وال مخالفين له دې لارې خورا زياتې پيسې ترلاسه كوي، خو دى به يې ډېر ژر مخه ونيسي.
د نوموړي په خبره په دې اړه يې يوه ويډيو هم ترلاسه كړې ده چې وسله وال د تګاب په سور غر كې قيمتي كان په غير قانوني او غير معياري شكل باسي: (( دا د وطن سرمايه ده، كه سر مې په كې هم ولاړ شي د دې مخه به نيسم ځكه چې دا د وطن سرمايه ده.)) د كاپيسا نوى امنيه قومندان جنرال احمد فهيم قايم وايي، د دولت وسله وال مخالفين له څو مياشتو راهيسې د دې ولايت په تګاب كې قيمتي كان د سيمې د خلكو په مرسته باسي او د تصفيې لپاره يې بهر ته استوي.
فهيم قايم وايي، وسله وال مخالفين له دې لارې خورا زياتې پيسې ترلاسه كوي، خو دى به يې ډېر ژر مخه ونيسي.
د نوموړي په خبره په دې اړه يې يوه ويډيو هم ترلاسه كړې ده چې وسله وال د تګاب په سور غر كې قيمتي كان په غير قانوني او غير معياري شكل باسي: (( دا د وطن سرمايه ده، كه سر مې په كې هم ولاړ شي د دې مخه به نيسم ځكه چې دا د وطن سرمايه ده.))
دا په داسې حال كې ده چې تر دې وړاندې د تګاب خلكو په ځلونو شكايت كړى و چې وسله وال په سور غره كې پراته كرومايټ باسي او د تصفيې لپاره يې پاكستان ته استوي.
د ځايي خلكو په خبره په دغه كان كې هغه څوك كار كولى شي چې وسله وال مخالفين ورته اجازه وركړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA