ads

نيمروز كې بيګا ماښام پر مساپر وړونكي موټر چاودنه كې ۱۶ ملكيان قرباني شوي

په نيمروز ولايت كې تېر ماښام د زرنج – دلارام پر لويه لار پر يو مسافر وړونكي موټر ماين چاودنې ۱۶ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.د هېواد په لوېديځ كې امنيتي چارواكي وايي، دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه، كله چې يو مسافر وړونكى موټر د نيمروز ولايت مركز زرنج ښار نه دلارام […]

نویسنده: The Killid Group
2 چنګاښ 1395
نيمروز كې بيګا ماښام پر مساپر وړونكي موټر چاودنه كې ۱۶ ملكيان قرباني شوي

په نيمروز ولايت كې تېر ماښام د زرنج – دلارام پر لويه لار پر يو مسافر وړونكي موټر ماين چاودنې ۱۶ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د هېواد په لوېديځ كې امنيتي چارواكي وايي، دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه، كله چې يو مسافر وړونكى موټر د نيمروز ولايت مركز زرنج ښار نه دلارام ولسوالۍ ته پر لاره و او د وسله والو طالبانو له خوا پر اېښودل شوي ماين وربرابر شو.
په فراه ولايت كې د ملي اردو وياند عبدالروف رحماني كليد ته وويل، چې د دغې چاودنې له كبله ۹ تنه ملكي وګړي وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.
د رحماني په وينا، په وژل شوو كسانو كې يو ماشوم او يوه ښځه هم شامل دي. په نيمروز ولايت كې تېر ماښام د زرنج – دلارام پر لويه لار پر يو مسافر وړونكي موټر ماين چاودنې ۱۶ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د هېواد په لوېديځ كې امنيتي چارواكي وايي، دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه، كله چې يو مسافر وړونكى موټر د نيمروز ولايت مركز زرنج ښار نه دلارام ولسوالۍ ته پر لاره و او د وسله والو طالبانو له خوا پر اېښودل شوي ماين وربرابر شو.
په فراه ولايت كې د ملي اردو وياند عبدالروف رحماني كليد ته وويل، چې د دغې چاودنې له كبله ۹ تنه ملكي وګړي وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.
د رحماني په وينا، په وژل شوو كسانو كې يو ماشوم او يوه ښځه هم شامل دي.
نوموړي زياته كړه، چې د دوو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA