ads

احمد ولي هوتك له برياو سره هېواد ته راستون شو

د فري فايټ يا ازادې سيالۍ افغان لوبغاړى احمد ولي هوتك د دوو لوبو له ګټلو وروسته نن سهار كابل ته راورسېد او د خلكو له تود هركلي سره مخ شو.نوموړى د ازادو سياليو لپاره روسيې ته دعوت شوى و او په لومړۍ لوبه كې يې د دغه هېواد لوبغاړي ته ماتې وركړه.ټاكل شوې وه، […]

نویسنده: The Killid Group
1 چنګاښ 1395
احمد ولي هوتك له برياو سره هېواد ته راستون شو

د فري فايټ يا ازادې سيالۍ افغان لوبغاړى احمد ولي هوتك د دوو لوبو له ګټلو وروسته نن سهار كابل ته راورسېد او د خلكو له تود هركلي سره مخ شو.
نوموړى د ازادو سياليو لپاره روسيې ته دعوت شوى و او په لومړۍ لوبه كې يې د دغه هېواد لوبغاړي ته ماتې وركړه.
ټاكل شوې وه، چې احمد ولي هوتك د لومړۍ لوبې له ګټلو وروسته په دويمه لوبه كې له خپل هسپانيايي سيال سره مخ شي، خو هغه له هوتك سره له مخامخ كېدو په شا شو. د فري فايټ يا ازادې سيالۍ افغان لوبغاړى احمد ولي هوتك د دوو لوبو له ګټلو وروسته نن سهار كابل ته راورسېد او د خلكو له تود هركلي سره مخ شو.
نوموړى د ازادو سياليو لپاره روسيې ته دعوت شوى و او په لومړۍ لوبه كې يې د دغه هېواد لوبغاړي ته ماتې وركړه.
ټاكل شوې وه، چې احمد ولي هوتك د لومړۍ لوبې له ګټلو وروسته په دويمه لوبه كې له خپل هسپانيايي سيال سره مخ شي، خو هغه له هوتك سره له مخامخ كېدو په شا شو.
نوموړي خپلې دواړه برياوې افغان ولس ته ډالۍ كړې او هېواد ته يې د نورو وياړونو د راوړلو ژمنه وكړه: (( زما برياوې دې زما ولس ته ډالۍ وي، زه غواړم د خپل ولس پر شونډو موسكا راولي، د خپل ملت لپاره به د افغان ورزشكار په توګه جنګېږم او وياړونه به ورته راوړم.))
احمد ولي هوتك تراوسه په خپلو اتلسو لوبو كې هېڅ ماتې نه ده خوړلې.
د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د افغانستان د رزمي سياليو بل اتل باز محمد مبارز هم خپل روسي سيال ته ماتې وركړې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA