ads

خوست د زون په كچه فوټبال سياليو كې له پكتيا وروسته دوهم شو

د خوست فوټبال منتخبې لوبډلې د زون په کچه په ولایتي سیالیو کې له پکتیا لوبډلې په ماتې خوړلو دویم مقام خپل کړ.د فوټبال دغه لوبې چې د افغانستان په کچه د شنه لوبغالي لپاره د هر زون د لوبډلو د جوړولو په موخه په مرکز کابل غازي لوبغالي کې پیل شوي ، د خوست […]

نویسنده: The Killid Group
29 غبرګولی 1395
خوست د زون په كچه فوټبال سياليو كې له پكتيا وروسته دوهم شو

د خوست فوټبال منتخبې لوبډلې د زون په کچه په ولایتي سیالیو کې له پکتیا لوبډلې په ماتې خوړلو دویم مقام خپل کړ.
د فوټبال دغه لوبې چې د افغانستان په کچه د شنه لوبغالي لپاره د هر زون د لوبډلو د جوړولو په موخه په مرکز کابل غازي لوبغالي کې پیل شوي ، د خوست زون له ۱۲۰ لوبغاړو څخه به ورته پیاوړي لوبغاړي ټاكل کیږي او له جملې څخه به یې ۲۱ پیاوړي لوبغاړي د اباسین څپې لوبډلې لپاره لوبه كوي.
د اباسين څپې زون د انتخابېدونكې لوبدلې لپاره د سياليو په چوکاټ کې شپږ ولایتونو ( میدان وردګ ، غزني ،پکتیکا، پکتیا، لوګر او خوست ) برخه اخستې وه، چې لوبډلې يې په دوو ګروپونو ویشل شوې وې.
په یوه ګروپ کې خوست ، میدان وردګ او غزني لوبډلې او په دویم ګروپ کې لوګر، پکتیا  او پکتیکا لوبډلې ولوبېدې.

خوست لوبډلې نن سهار وکولای شول، چې نوي دقیقه یي لوبه مساوي پای ته ورسوي، خو په پينالټیو کې یې درې د پنځه په مقابل کې ماتې وخوړه.
د زون د دې سیالیو غوره لوبغاړی رقیب ونومول شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA