د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ سیالیو لپاره د اباسین څپې د فوټبال منتخبې لوبډلې د ټاکلو په موخه د میدان وردګ، غزني، پکتیکا، پکتیا، لوګر او خوست ولایتونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
دغه سیالۍ پرون په پلازمینه کابل کې پیل شوې، چې له سیالیو وروسته به غوره لوبغاړي د اباسین څپې د زون په کچه د فوټبال په لوبډله کې وګومارل شي.
پرون ورځ په لومړۍ لوبه کې خوست لوبډلې وکولی شول، چې غزني لوبډلې ته ۲ د یو پر وړاندې ماته ورکړي.
ټاکل شوې، چې د راتلونکي جمعې په ورځ به خوست له میدان وردګو سره د لوبې میدان ته ووځي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ