ads

چارواكي: كندهار كې د حرفوي زده كړو كورسونو تر ډېره د بې روزګارۍ مخه نيولې

د كندهار د كار او ټولنيزو چارو رياست وايي، د بې روزګاره ځوانانو لپاره يې په دې ولايت كې د حرفوي زده كړو كورسونه زيات كړي دي.د كندهار د كار او ټولنيزو چارو رياست وايي، د حرفوي زده كړو پروګرام يې د بې روزګارۍ د مخنيوي په برخه كې ښه نتيجه وركړې او تر اوسه […]

نویسنده: The Killid Group
15 غبرګولی 1395
چارواكي: كندهار كې د حرفوي زده كړو كورسونو تر ډېره د بې روزګارۍ مخه نيولې

د كندهار د كار او ټولنيزو چارو رياست وايي، د بې روزګاره ځوانانو لپاره يې په دې ولايت كې د حرفوي زده كړو كورسونه زيات كړي دي.
د كندهار د كار او ټولنيزو چارو رياست وايي، د حرفوي زده كړو پروګرام يې د بې روزګارۍ د مخنيوي په برخه كې ښه نتيجه وركړې او تر اوسه يې سلګونه ځوانان له دغو كورسونو فارغ كړيدي.
د چارواكو په وينا، په دغو ځوانانو كې يې يو شمېر معلولين هم وو چې له دې وروسته به د بل پر اوږو بار نه وي بلكې د خپلې حرفې په مرسته به خپل كور ته د روزۍ پيدا كولو جوګه وي. د كندهار د كار او ټولنيزو چارو رياست وايي، د بې روزګاره ځوانانو لپاره يې په دې ولايت كې د حرفوي زده كړو كورسونه زيات كړي دي.
د كندهار د كار او ټولنيزو چارو رياست وايي، د حرفوي زده كړو پروګرام يې د بې روزګارۍ د مخنيوي په برخه كې ښه نتيجه وركړې او تر اوسه يې سلګونه ځوانان له دغو كورسونو فارغ كړيدي.
د چارواكو په وينا، په دغو ځوانانو كې يې يو شمېر معلولين هم وو چې له دې وروسته به د بل پر اوږو بار نه وي بلكې د خپلې حرفې په مرسته به خپل كور ته د روزۍ پيدا كولو جوګه وي.
د كندهار د كار او ټولنيزو چارو رئيس نظرعلي قاطع په دې اړه كليد ته وويل،دغو كورسونو تر ډېره ځايه د بې روزګارۍ په له منځه وړلو كې مرسته كړې ده: (( موږ سره ۷۴۵ تنه ځوانان كار كوي، موږ په دې برخه كې كورسونه زيات كړي دي، دې زده كړو د بې روزګارۍ ګراف راښكته كړى دى، هغه ځوانان چې زموږ كورسونو كې يې زده كړې كړې دي اوس ښه ژوند او كاروبار لري.))
قاطع زياته كړه، د ا مهال په كندهار كې شاوخوا ۷۰۰ ځوانان د كمپيوټر، خياطۍ، تخنيك، نجارۍ او بنايي په برخو كې دوى سره په حرفوي زده كړو بوخت دي.
دا په داسې حال كې ده چې د هيواد د نورو ولايتونو په څېر په کندهار کې هم په زرګونه کسان په خاص ډول بيا ځوانان له بې کارۍ څخه کړيږي.
شنونکي وايي، که دا حالت کنټرول نه شي، نو ډېر ځوانان به د جګړو او تاوتريخوالي لاره غوره كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA