په خوست كې د پنځلس كېلو متره واټن وهلو بايسكل ځغاستې سيالي ترسره شوه.
دغه سیالي د افغانستان د مجاهدینو او علماو سرتاسري شورا په مالي لګښت جوړه شوې او موخه یې د روژې په مبارکه میاشت کې پر سوداګرو او دوکاندارانو دا غږ و چې د روژې په مناسبت خوارکي او غیرخوارکي توکي په مناسبه بيه وپلوري.
د بایسکل ځغلونې د سيالۍ لپاره د اسمعیل خیلو او مندوزیو ولسوالۍ د ځنیخیلو له سړكه د خوست ښار تر جرګو تالار پورې شاوخوا پنځلس کیلو متره فاصله ټاکل شوې وه . په خوست كې د پنځلس كېلو متره واټن وهلو بايسكل ځغاستې سيالي ترسره شوه.
دغه سیالي د افغانستان د مجاهدینو او علماو سرتاسري شورا په مالي لګښت جوړه شوې او موخه یې د روژې په مبارکه میاشت کې پر سوداګرو او دوکاندارانو دا غږ و چې د روژې په مناسبت خوارکي او غیرخوارکي توکي په مناسبه بيه وپلوري.
د بایسکل ځغلونې د سيالۍ لپاره د اسمعیل خیلو او مندوزیو ولسوالۍ د ځنیخیلو له سړكه د خوست ښار تر جرګو تالار پورې شاوخوا پنځلس کیلو متره فاصله ټاکل شوې وه .
دا سيالي د خوست د المپیک ادارې تر څارنې لاندې جوړه شوې وه چې په پاى كې يې د خوست المپیک امر عزیز ملنګ وویل، دوى د ورزش له لارې پخوا هم بېلابېل ګټور پیغامونه خپاره کړي او په راتلونکي کې هم غواړي چې د ناوړه پدیدو او کړنو پر وړاندې سوله ییز کمپاینونه ترسره کړي.
د بایسکل ځغلونې تر دغې سيالۍ وروسته د خوست ښار د جرګو په تالار کې د جمناستيك او کانګفو لوبغاړو له خوا بېلابېل نمایشونه او حرکتونه هم اجرا شول .