ads

د خوست مركز كې د فوټبال دوه مياشتنۍ سيالۍ پاى ته ورسېدې

د خوست په مرکز پنزایې کلي کې د فوټبال هغه سیالۍ چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې پیل شوې پرون ورځ پای ته ورسیدې.دغه سیالۍ د پنزایې کلي د ځوانانو لخوا د سولې په نوم جوړې شوې وې چې هره ورځ به ورته سلګونه کسان نندارې ته راټولېدل.د خوست د مرکز پنزایې د وحدت لوبډلې چې […]

نویسنده: The Killid Group
11 غبرګولی 1395
د خوست مركز كې د فوټبال دوه مياشتنۍ سيالۍ پاى ته ورسېدې

د خوست په مرکز پنزایې کلي کې د فوټبال هغه سیالۍ چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې پیل شوې پرون ورځ پای ته ورسیدې.
دغه سیالۍ د پنزایې کلي د ځوانانو لخوا د سولې په نوم جوړې شوې وې چې هره ورځ به ورته سلګونه کسان نندارې ته راټولېدل.
د خوست د مرکز پنزایې د وحدت لوبډلې چې د دغو سیالیو د جوړولو مسوولیت یې پرغاړه درلود، یوه لوبغاړي یې کلید ته وویل چې په دغو سیالیو کې ۴۰ لوبډلو برخه درلوده او د سیالیو له جوړولو یې هدف ځوانانو ته د سولې پیغام رسول وو. د خوست په مرکز پنزایې کلي کې د فوټبال هغه سیالۍ چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې پیل شوې پرون ورځ پای ته ورسیدې.
دغه سیالۍ د پنزایې کلي د ځوانانو لخوا د سولې په نوم جوړې شوې وې چې هره ورځ به ورته سلګونه کسان نندارې ته راټولېدل.
د خوست د مرکز پنزایې د وحدت لوبډلې چې د دغو سیالیو د جوړولو مسوولیت یې پرغاړه درلود، یوه لوبغاړي یې کلید ته وویل چې په دغو سیالیو کې ۴۰ لوبډلو برخه درلوده او د سیالیو له جوړولو یې هدف ځوانانو ته د سولې پیغام رسول وو.
د دې سياليو پای لوبې ته د خوست د مرکز متون ګلزاراکا او اسمعیل خیلو او مندوزیو ولسوالۍ د حیدرخیلو لوبډلو لاره پیدا کړې وه، چې په اخره كې يې د حیدرخیلو لوبډلې د پينالټي په شاټونو سره ګلزاراکا لوبډلې ته ماته ورکړه.
دغه سیالۍ په داسې مهال پای ته رسیږي، چې په خوست کې ورزش د بل هر وخت په پرتله وده او پرمختګ کړی او خوستيانو په دغه ولايت كې سږني كال ته د سپورټ د كال نوم وركړى دى خو لوبغاړي اوس هم له زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA