ads

د ورزش كال: خوست كې د بدني ښكلا سيالۍ هم وشوې

په خوست كې د لومړي ځل لپاره د دې ولايت د المپيك امريت له خوا د ښاروالۍ په مالي لګښت د بدن د ښكلا سيالۍ وشوې.د خوست د المپیک امریت مشر عزیز ملنګ وایي، په خوست كې دا د بدن د ښكلا لومړنۍ سيالۍ وې چې د ولايت د مختلفو كلبونو لوبغاړو په كې برخه […]

نویسنده: The Killid Group
7 غبرګولی 1395
د ورزش كال: خوست كې د بدني ښكلا سيالۍ هم وشوې

په خوست كې د لومړي ځل لپاره د دې ولايت د المپيك امريت له خوا د ښاروالۍ په مالي لګښت د بدن د ښكلا سيالۍ وشوې.
د خوست د المپیک امریت مشر عزیز ملنګ وایي، په خوست كې دا د بدن د ښكلا لومړنۍ سيالۍ وې چې د ولايت د مختلفو كلبونو لوبغاړو په كې برخه اخستې وه.
د ملنګ په خبره، د دغو سیالیو له جوړولو یې موخه د بدن د ښکلا د لوبډلې جوړول دي او په عین حال کې غواړي، چې د هیواد په کچه د بدني ښکلا په جوړېدونکو سیالیو کې ښې لاسته راوړنې ولري. په خوست كې د لومړي ځل لپاره د دې ولايت د المپيك امريت له خوا د ښاروالۍ په مالي لګښت د بدن د ښكلا سيالۍ وشوې.
د خوست د المپیک امریت مشر عزیز ملنګ وایي، په خوست كې دا د بدن د ښكلا لومړنۍ سيالۍ وې چې د ولايت د مختلفو كلبونو لوبغاړو په كې برخه اخستې وه.
د ملنګ په خبره، د دغو سیالیو له جوړولو یې موخه د بدن د ښکلا د لوبډلې جوړول دي او په عین حال کې غواړي، چې د هیواد په کچه د بدني ښکلا په جوړېدونکو سیالیو کې ښې لاسته راوړنې ولري.
د دغو سیالیو څار ته د پکتیا ولایت د غړو د ښکلا فدراسیوان مسوولین او د هیواد د بدن ښکلا لوبې ملي لوبڅاران رابلل شوي وو.
د دغو لوبڅارانو له جملې شریف خان منګل چې د پکتیا ولایت د غړو د ښکلا فدراسیون مشر هم دی په ټوله کې په خوست کې د دغې لوبې وضعیت ښه بولې.
د سیالیو په پای کې شکور الله اول، محمد صدیق  دوهم مقام خپل کړل او د سرو او سپینو مډالونه ورکړل شول.
دغه سیالۍ په داسې حال کې جوړیږي، چې د خوست په مختلفو سیمو کې مختلفې سیالۍ روانې دي او د خوست المپیک امریت مسوولینو سږني كال ته په خوست كې د زياتو روانو لوبو له كبله د ورزش د كال نوم ورکړی دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA