ads

جلال اباد: د تكواندو د ۴ لوبډلو سيالۍ، د ننګرهار لوبډلې وګټلې

په ننګرهار كې د تکواندو دوستانه سيالۍ د دې ولايت د لوبډلې په اتلولۍ سره پاى ته ورسېدې.د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، چې دغه سيالۍ د ننګرهار د بدني روزنې امريت د تکواندو فدراسيون له لوري او د سره رود ولسوالۍ د قومي شورا مشر لعل اغا کاکړ په مالي مرسته، د کابل […]

نویسنده: The Killid Group
2 غبرګولی 1395
جلال اباد: د تكواندو د ۴ لوبډلو سيالۍ، د ننګرهار لوبډلې وګټلې

په ننګرهار كې د تکواندو دوستانه سيالۍ د دې ولايت د لوبډلې په اتلولۍ سره پاى ته ورسېدې.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، چې دغه سيالۍ د ننګرهار د بدني روزنې امريت د تکواندو فدراسيون له لوري او د سره رود ولسوالۍ د قومي شورا مشر لعل اغا کاکړ په مالي مرسته، د کابل او ننګرهار له څلورو کلبونو څخه د يو سلو شل تنه ورزشکارانو په ګډون د يوې ورځې لپاره د سره رود ولسوالۍ د دوسرکې په سيمه کې ترسره شوې. په ننګرهار كې د تکواندو دوستانه سيالۍ د دې ولايت د لوبډلې په اتلولۍ سره پاى ته ورسېدې.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، چې دغه سيالۍ د ننګرهار د بدني روزنې امريت د تکواندو فدراسيون له لوري او د سره رود ولسوالۍ د قومي شورا مشر لعل اغا کاکړ په مالي مرسته، د کابل او ننګرهار له څلورو کلبونو څخه د يو سلو شل تنه ورزشکارانو په ګډون د يوې ورځې لپاره د سره رود ولسوالۍ د دوسرکې په سيمه کې ترسره شوې.
په ننګرهار کې د تکواندو فدراسيون مسوول زمري عربزاده وويل،  دغه سيالۍ په بېلابېلو وزنونو کې د ځوانانو، تنکيو ځوانانو او لويانو په برخه کې ترسره شوې، چې په پاى کې د ننګرهار لوبډلې لومړى او د کابل لوبډلې دويم مقام ترلاسه کړ.
د دې سياليو په پاى کې د ننګرهار لوبډلې ته د لومړي مقام کپ، د کابل لوبډلې ته د دويم مقام کپ او نورو لوبغاړو ته مډالونه، تقديرنامې او ډالۍ ورکړل شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA