ads

چارواكي: هره ورځ له بدخشانه يو ټن لاجوردي كاڼي په قاچاق ايستل كېږي

د بدخشان د ولایتي شورا مشر عبدالبشیر صمیم وایي، د دې ولايت د لاجوردو تر ټولو غني معدن د نامسووله وسله والو په ولاكه كې دى او دغه وسله واله په خورا غير مسلكي ډول لاجورد ترې باسي، خو حكومت هېڅ ګټه ترې نه ده پورته كړې.صميم همدا راز وايي، د بدخشان د لاجوردو له […]

نویسنده: The Killid Group
25 غویی 1395

د بدخشان د ولایتي شورا مشر عبدالبشیر صمیم وایي، د دې ولايت د لاجوردو تر ټولو غني معدن د نامسووله وسله والو په ولاكه كې دى او دغه وسله واله په خورا غير مسلكي ډول لاجورد ترې باسي، خو حكومت هېڅ ګټه ترې نه ده پورته كړې.
صميم همدا راز وايي، د بدخشان د لاجوردو له معدنه پنځوس فيصده ګټه وسله وال طالبان ترلاسه كوي او هغوى پرې په سيمه كې خپل فعاليتونه تنظيموي.
د بدخشان د كانونو رئيس محمد اكبر انوري هم تاييدوي چې د دې ولايت په كران او منجان ولسوالۍ كې د لاجوردو له كان څخه هره ورځ زر كېلو ګرامه كاڼي په غير مسلكي ډول ايستل كېږي او بيا په قاچاقي ډول د پنجشېر له لارې ماركيټونو ته  وړل كېږي. د بدخشان د ولایتي شورا مشر عبدالبشیر صمیم وایي، د دې ولايت د لاجوردو تر ټولو غني معدن د نامسووله وسله والو په ولاكه كې دى او دغه وسله واله په خورا غير مسلكي ډول لاجورد ترې باسي، خو حكومت هېڅ ګټه ترې نه ده پورته كړې.
صميم همدا راز وايي، د بدخشان د لاجوردو له معدنه پنځوس فيصده ګټه وسله وال طالبان ترلاسه كوي او هغوى پرې په سيمه كې خپل فعاليتونه تنظيموي.
د بدخشان د كانونو رئيس محمد اكبر انوري هم تاييدوي چې د دې ولايت په كران او منجان ولسوالۍ كې د لاجوردو له كان څخه هره ورځ زر كېلو ګرامه كاڼي په غير مسلكي ډول ايستل كېږي او بيا په قاچاقي ډول د پنجشېر له لارې ماركيټونو ته  وړل كېږي.
دا په داسې حال كې ده چې څو مياشتې وړاندې د لاجوردو د كان پر سر دوه نامسووله وسله والو ډلو نښته هم كړې وه چې په ترڅ كې يې دواړو نامسووله ډلو ته مرګ ژوبله هم اوښتې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA