ads

ملنګ: خوست كې سږ كال د سپورټ كال دى

د نوي کال په پیلېدا سره په خوست کې  د لوبو په بیلا بیلو برخو کې سیالۍ روانې دي، دلته لوبغاړي او په دې برخه کې پوه خلک د خوست اب و هوا د کال هره میاشت د لوبو لپاره برابره بولي.د خوست د المپیک امر عزیز ملنګ کلید ته  په يوه ځانګړې مركه كې […]

نویسنده: The Killid Group
20 غویی 1395
ملنګ: خوست كې سږ كال د سپورټ كال دى

د نوي کال په پیلېدا سره په خوست کې  د لوبو په بیلا بیلو برخو کې سیالۍ روانې دي، دلته لوبغاړي او په دې برخه کې پوه خلک د خوست اب و هوا د کال هره میاشت د لوبو لپاره برابره بولي.
د خوست د المپیک امر عزیز ملنګ کلید ته  په يوه ځانګړې مركه كې وايي، سږنى ۱۳۹۵ کال يې د سپورت کال بللی، چې په پیلیدو سره یې په دې ولایت کې د لوبو په بیلا بیلو برخو کې بیلا بیل ټورنمنټونه جوړ شوي او سلګونه ځوانان په كې په لوبو بوخت دي. د نوي کال په پیلېدا سره په خوست کې  د لوبو په بیلا بیلو برخو کې سیالۍ روانې دي، دلته لوبغاړي او په دې برخه کې پوه خلک د خوست اب و هوا د کال هره میاشت د لوبو لپاره برابره بولي.
د خوست د المپیک امر عزیز ملنګ کلید ته  په يوه ځانګړې مركه كې وايي، سږنى ۱۳۹۵ کال يې د سپورت کال بللی، چې په پیلیدو سره یې په دې ولایت کې د لوبو په بیلا بیلو برخو کې بیلا بیل ټورنمنټونه جوړ شوي او سلګونه ځوانان په كې په لوبو بوخت دي.
ملنګ زیاتوي، اوس مهال د خوست په مختلفو سیمو کې د لوبو په پنځو برخو کې لکه د فوټبال، والیبال، کرکټ او هاکي سیالۍ روانې دي چې دا له سپورټ سره د خوست د خلکو مینه ښیي.
ملنګ وویل، د خوست د ورزش پرمخ بیولو کې د رسنیو رول هم د یادولو دی، دده په خبره د خوست محلي او ملي رسنیو له دوی سره ډيره مرسته کړې او په کومه برخه کې یې چې نیمګړتیا ورته ښودلې بیا یې په اړه اقدام کړی دى.
سلیمان هغه ځوان دى چې د والیبال او فوټبال په سیالیو کې مصروف دي.
دی وایي، خوشاله دي چې په خوست كې د سپورټ سیالیو ډګر ډير ګرم شوی دى: (( دلته له سپورټ سره د خلكو مينه خورا زياته ده، موږ هم خوشاله يوو، ځكه له یوې سیالۍ وزګار شوي نه يوو چې بیا بله کې مصروف شو.))
د یادولو ده، چې دا مهال د هیواد په کچه د لوبو په بیلا بیلو  ملي لوبډلو كې یوازې د خوست اتلس لوبغاړي لوبیږي.
چې اووه تنه یې د کرکټ، درې د کبډي، څلور یې د هاکي ،  یو یې د ځغاستې او دوه تنه  نور یې د والیبال په ملي لوبډله کې فعاليت كوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA