ads

یو عمر هڅه، هلال له نانوایۍ تر ډاکټرۍ

((سهار مې حمام وکړ، جامې مې بدلې کړې، چارسو چوک ته د کار له پاره لاړم. ما ته چې به چا وکتل فکر يې کاوه چې کاریګرو پسې راغلی یم. وبه يې پوښتلم، څو کسان دې په کار دي. ډېرو کاریګرو ته کار پیدا شو، خو زه چا د کار له پاره بو نه تلم. […]

نویسنده: The Killid Group
11 وری 1395
یو عمر هڅه، هلال له نانوایۍ تر ډاکټرۍ

((سهار مې حمام وکړ، جامې مې بدلې کړې، چارسو چوک ته د کار له پاره لاړم. ما ته چې به چا وکتل فکر يې کاوه چې کاریګرو پسې راغلی یم. وبه يې پوښتلم، څو کسان دې په کار دي. ډېرو کاریګرو ته کار پیدا شو، خو زه چا د کار له پاره بو نه تلم. نږدې غرمه يو کس راغی، راته يې وويل کار کوې؟ ومې ويل هو او ورسره لاړم.))
د هغو ورځو شپو په یادولو سره رحیم هلال یو سوړ اسویلی وکېښ، خو خپلې سپینې چپنې ته په کتو یې د یو ډول ویاړ احساس هم وکړ. هلال اوس ډاکتر دی. نوموړی په ۱۹۸۶ميلادي کال د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ د  بند سردې په کلي کې زېږېدلی دی. د هلال د کورنۍ اکثر غړي نانوايان دي. هلال وايي که ما هم ښوونځی نه وای لوستی؛ نو اوس به زه هم نانوای وای. ((سهار مې حمام وکړ، جامې مې بدلې کړې، چارسو چوک ته د کار له پاره لاړم. ما ته چې به چا وکتل فکر يې کاوه چې کاریګرو پسې راغلی یم. وبه يې پوښتلم، څو کسان دې په کار دي. ډېرو کاریګرو ته کار پیدا شو، خو زه چا د کار له پاره بو نه تلم. نږدې غرمه يو کس راغی، راته يې وويل کار کوې؟ ومې ويل هو او ورسره لاړم.))
د هغو ورځو شپو په یادولو سره رحیم هلال یو سوړ اسویلی وکېښ، خو خپلې سپینې چپنې ته په کتو یې د یو ډول ویاړ احساس هم وکړ. هلال اوس ډاکتر دی. نوموړی په ۱۹۸۶ميلادي کال د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ د  بند سردې په کلي کې زېږېدلی دی. د هلال د کورنۍ اکثر غړي نانوايان دي. هلال وايي که ما هم ښوونځی نه وای لوستی؛ نو اوس به زه هم نانوای وای.
هلال د ماشومتوب له ژونده خوښ نه دی. هغه ښوونځی په داسې وخت کې پيل کړ چې په یو نیم کلي لاهم هلکان په جبري توګه ښوونځي ته بېول کېدل، خلکو ښوونځي ته په ښه سترګه نه کتل او په دې ګمان وو چې په ښوونځي کې ماشومان بې لارې کېږي: ((هغه وخت د خپلو مشرانو له خوا ښوونځی د زندان په څېر راته معرفي شوی و، داسې فکر مو نه کاوه چې ښوونځي ته ځو، فکر مو کاوه چې څوک مو په زوره زندان ته بیايي.))
هلال د هغه وخت یوه خاطره په یادوي چې د وخت حکومت له خوا يې مشر ورور په جبر ښوونځي ته بېول کېږي، هغه هم په داسې حال کې چې دوی په کور کې غله نه لرله او د کار او عاید سړی یې همدا مشر ورور و.
ورور يې په پټه کوېټې ته په کار پسې لاړ او دی د هغه په ځای د ښوونځي شاګرد شو. هلال وايي چې قسمت ورسره ملګری شو چې د ده او د ورور په رنګ او څېره کې ډېر توپیر نه و: ((ښوونځي ته نه تلل جرم و، هره ورځ به د ښوونځي چپړاسي زما په مشر ورور پسې راته چې هغه ولې ښوونځي ته نه راځي، بله ورځ مې مور وويل، د لالا په ځای دې ته ښوونځي لاړ شه.))
هلال شلېدلې چپلکې په پښو او زړې جامې په تن هره ورځ ښوونځي ته ځي. په لومړيو کې جبري ورته ښکاري، خو ورو ورو يې له کتابونو سره مينه پيدا کېږي، کور کې ډېر درس وايي، کورنۍ يې هم يوازې دا پلان لري چې هلال تر شپږم ټولګي پورې زده کړې وکړي او ليک لوست وکړای شي: ((کورنۍ مې غوښتل دومره څه زده کړم چې په نانوايي کې د ډوډۍ حساب وکولای شم او بس.))
خو د قسمت چارې نورې وي، د هلال له کتاب او قلم سره مینه اورنۍ کېږي، کورنۍ يې چې دې مينې ته ګوري هلال لا نور زده کړو ته هڅوي. څومره چې له ښوونځي او کتاب سره د هلال مینه زیاتېده هغومره مایوسه کېده هم، ځکه چې کرار کرار د ښوونځي چاپيریال بې خونده کېده او سبق ویلو ته چا په ښه سترګه نه کتل. له دې حالت سره هلال زړه نا زړه کېږي چې ښوونځي لاړ شي او که نه؟ په همدې منځ کې يوه عجیبه پرېکړه کوي او له خپلو دوو وروڼو سره کوېټې ته روانېږي، وروڼه يې هلته په نانوايي کې په کار بوخت وو، هلال وايي: ((په کوېټه کې د احمدشاه بابا په ښوونځي کې شامل شوم، د شپې به له وروڼو سره په نانوايي کې وم، مشر ورور مې هم ليسه شروع کړې وه، هغه به د شپې تر دوو بجو درس راسره وايه.))
هلال هم درس وايي او هم په نانوايي کې کار کوي، پېړې جوړوي او يا هم خلکو ته ډوډۍ په پلاستيک کې پېچي او په بدل کې يې د مياشتې درې سوه کلدارې تنخوا اخلي. هلال ته د کويټې د ښوونځي چاپېريال ډېر په زړه پورې ښکاري او له زده کړو خوند اخلي: ((دلته زه پوه شوم چې درس ويل ګټه لري، په کلي کې مو ښوونکي ته خلقي او د ښوونکي زوی ته د خلقي زوی ويل کېدل، زده کړو ته به په بده سترګه کتل کېدل؛ نو دلته چې خلکو زده کړو ته ارزښت ورکاوه، زما هم ورځ په ورځ له زده کړو سره مينه زیاتېده.))
هلال د ښوونځي په لايقو شاګردانو کې حساب و، سره له دې چې هېڅکله اول نومره نه شو، خو چا دويم نومره ګي هم ترې ونه نيوه.هلال چې شپږم ټولګی پای ته رسوي، کلي ته مخه کوي، خو هغه وخت په کليو کې لیسې نه وې، په ځینو سیمو کې د ولسوالۍ په کچه یوه لیسه وه او ډېری کسان مجبور وو چې يا پايتخت او يا هم د ولايت مرکز ته د زده کړو له پاره لاړ شي، د هلال په کلي کې هم ليسه نشته، دی وايي چې په غزني ښار کې هم داسې وړ ځای نه و چې د ليسې له پاره په کې واوسېږي، شپږ مياشتې يې د غزني ښار د کوچيانو په ليسه کې درس ووايه چې لیليه يې هم لرله، خو دا چې په دې ليسه کې سم درسونه نه ورکول کېدل؛ نو هلال له مجبورۍ د ليسې د زده کړو له پاره کندهار ته ځي.
هلال له اووم تر دوولسم ټولګي پورې په کندهار کې زده کړې کوي، د احمدشاه بابا ليسه وايي او په ۱۳۸۶ لمریز کال ترې فارغېږي.
په کندهار کې د ليسې د زده کړو په وخت کې د اوسېدو له پاره کوټه په کرايه نيسي، خو ډېری وخت د کرايې او نورو لګښتونو پيسې ورسره نه وي، دی وايي چې کورنۍ يې هم د ده د لګښتونو وس نه درلود:(( وروڼو مې له خلکو سره په مزدورۍ يوازې دومره پیسې پيدا کولې چې د کور لګښت پوره کړي. داسې وخت هم راغی چې کور مو جوړاوه، پیسې مو نه لرلې چې چا ته مو په اجاره ورکړی وای، وروڼه مې خپله لاس په کار شول، خو د کوټو بامونه مو لا پټ کړي نه وو چې په کور کې غله او نور لومړني توکي خلاص شول، وروڼو مې د کور جوړول همداسې په نيمايي کې پرېښودل او کويټې ته په کار پسې لاړل.))
هلال په کندهار کې د زده کړو له دورې يوه په زړه پورې خاطره لري او وايي چې هېڅکله به يې هېره نه شي. هغه په اتم ټولګي کې و چې اختر راورسېد، ټول ملګري او ټولګيوال يې کورونو ته لاړل، خو ده پيسې نه لرلې چې له کندهاره تر غزني کرايه ورکړي او اختر کور ته ورسوي. هلال وايي، له دې پرته چې یو دوه ورځې کار وکړي او د موټر کرایه پیدا کړي، بله چاره يې نه لرله : ((سهار مې حمام وکړ، جامې مې بدلې کړې، چارسو چوک ته د کار له پاره لاړم. ما ته چې به چا وکتل فکر يې کاوه چې کاریګرو پسې راغلی یم. و به يې پوښتلم، څو کسان دې په کار دي. ډېرو کاریګرو ته کار پیدا شو، خو زه چا د کار له پاره بو نه تلم. نږدې غرمه يو کس راغی، راته يې وويل کار کوې؟ ومې ويل هو او ورسره لاړم.))
د کار څښتن چې د هلال له ژونده خبرېږي؛ نو دوه ورځې يې هسې تش په نوم کار ته بيايي، ډېر کار نه ور باندې کوي، په دويمه ورځ تر نورو کاریګرو ډېرې پيسې ورکوي.
کاریګر هلال د درسونو تر څنګ شاعري هم کړې، ليکنې او ژباړې يې هم کړې دي. د کندهار د ټولو ادبي بهيرونو په ادبي غونډو کې يې برخه اخستې. د افغان ادبي بهیر غونډو ته په ډېره مينه تللی. دی وايي چې د دوه ورځې مزدورۍ او بې خرڅۍ څخه يې د افغان ادبي بهير ملګري خبرېږي. هغوی هلال ته په افغان ازاده راډيو کې کار پيدا کوي: ((هلته مې د (ورسه رویباره) خپرونه چلوله، له دې راډيو سره مې يو ځای له هېواد ټلويزيون سره هم د خبريال په توګه کار پيل کړ، په راډيو کې هم د خبرونو برخې ته راغلم، دوی په هغه وخت کې د مياشتې ۴ زره افغانۍ راکولې. څه وخت وروسته مې معاش هم زيات شو، د کوټې او نور ټول لګښتونه مې پوره کولای شوای. سربېره پر دې مې په کندهار کې ډېرو مجلو او اخبارونو ته د حق االزحمې په بدل کې ليکنې ورکولې.))
په رسنيو کې د کار په بهير کې د هلال ګوتې په کمپيوټر ښې ګرځي، ښه کمپوزر ترې جوړېږي، د خلکو کتابونه د حق الزحمې په بدل کې ورته کمپوزوي، کار يې ورو ورو ښه کېږي: (( راډيو کې چې وم د کتابونو کمپوز مې پيل کړ، د خلکو کتابونه مې کمپوزول، له دې لارې مې هم ډېرې پيسې اخستې، د ښوونځي تر فراغت پورې به مې شاوخوا ۹۰ کتابونه کمپوز کړي وي.))
هلال په کندهار کې د کانکور ازموينه ورکوي، له ادبياتو سره مينه لري، ځکه چې څو کاله یې په مطبوعاتو کې کار کړی، خو دا چې ويني ډېری ډاکټران د ادبیاتو د فاکولتې له ویلو پرته اديبان هم دي؛ نو طب ټاکي او ورته بريالی کېږي: ((فکر مې وکړ چې ادبياتو کې مې ډېر کار کړی، راځه ډاکټر شه، هم به ډاکټر شې او هم به په ادبياتو کې کار وکړې. د البیروني پوهنتون طب پوهنځي ته بريالی شوم، خو ما پکتيا ته تبديلي ترې واخسته. ځکه په البيروني کې درسونه په دري ژبه وو او په پکتیا کې چې درسونه په پښتو وو، ماته اسانه وو او هم مې کولای شول چې د پوهنتون د لګښتونو د پوره کولو له پاره په مطبوعاتو کې کار وکړم.))
هلال په ۱۳۸۷ لمریز کال د پکتيا په پوهنتون کې د طب پوهنځی پيلوي. نوموړی د پوهنتون له پيلولو سره سم يو بل لوی کار کوي او د روغتون په نوم طبي اختصاصي مجله چاپوي: ((روغتون مجله به مې په هر سمستر کې يوه ګڼه چاپوله، کله کله به خلکو د چاپ له پاره مرسته وکړه، نور مې تر ډېره د مجلې له خرڅولو څخه پيسې ورته برابرولې.))
هلال تېر کال کوژده کړې، د خپلې کورنۍ کشر اولاد دی، څلور خويندې او شپږ وروڼه لري. مشر ورور یې انجنير دی او نور وروڼه يې اوس هم په نانوايي کې کار کوي، خو اوس يې وضعيت د پخوا په پرتله ډېر ښه شوی، په هلمند کې خپلې دوې نانوايۍ لري.
هلال وايي چې د ښوونځي او پوهنتون په وخت کې يې تر ټولو لويه لاسته راوړنه د خپلو لګښتونو په خپله پوره کول و. هغه له اوښتون کلتوري او دانش خپروندويې ټولنې څخه د ښه کمپوزر ستاينليکونه هم اخستي دي.
ډاکټر هلال وايي، غوښتل يې د پوهنتون تر فراغت وروسته يوه بهرني هېواد ته د تخصص له پاره لاړ شي، خو کورني اقتصاد اجازه نه ده ورکړې: ((غواړم په طب کې تخصص واخلم او نور هم مخته لاړ شم. طب مې يوازې د کار او پيسو له پاره نه دی لوستی، غواړم طبابت له اوسنيو خرافاتي مسايلو راوباسم. د پیسو اخستو تر څنګ خلکو ته خدمت هم وکړم. اوسني روغتونونه او ډاکټران ټول په ناروغانو ظلم کوي او يوازې سوداګرۍ ته يې فکر دی.))
هلال په طبي برخه کې ډېرې ليکنې او ژباړې لري، هغه وايي چې په راتلونکې کې به يې درې طبي کتابونه چې يو يې د (پښتني ټولنه او طبي خرافات) په نوم ليکلی او د فیزيولوژي او داخله ناروغيو کتابونه يې ژباړلي دي، چاپ کړي. د شعرونو او لنډو کیسو ټولګې يې هم چاپ ته چمتو دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA