ads

خیالي وزر

((دوی ته دا ډېره مهمه وه چې په کلي کې لوی شوی وم، هلته مې زده کړې کړې وې، خو بيا دومره لوی مقام ته رارسېدلی وم. د جايزې د راکولو په وخت د امريکا او نړۍ ډېر مشران حاضر وو.))دا د ننګيالي اتل خبرې دي، د هغه اتل خبرې چې د خپل ښوونځي تر […]

نویسنده: The Killid Group
11 وری 1395
خیالي وزر

((دوی ته دا ډېره مهمه وه چې په کلي کې لوی شوی وم، هلته مې زده کړې کړې وې، خو بيا دومره لوی مقام ته رارسېدلی وم. د جايزې د راکولو په وخت د امريکا او نړۍ ډېر مشران حاضر وو.))
دا د ننګيالي اتل خبرې دي، د هغه اتل خبرې چې د خپل ښوونځي تر ټولو ډنګر شاگرد و، خو دا ډنګر شاګرد اوس له علمي پلوه خورا چاغ شوی دی. ننګ اتل له ابتدايه ښوونځي بيا تر ننه په ډنګر مشهور دی، هغه په ۱۹۸۸ميلادي کال د وردګو ولايت د چک ولسوالۍ د شيخ ياسين کلي په يوه علمي کورنۍ کې زېږېدلی دی. د الجهاد په لومړني ښوونځي کې يې زده کړې کړې او په ۱۹۸۳ميلادي کال په چک ولسوالۍ کې له حضرت عمر فاروق«رض» ليسې فارغ شوی دی. ((دوی ته دا ډېره مهمه وه چې په کلي کې لوی شوی وم، هلته مې زده کړې کړې وې، خو بيا دومره لوی مقام ته رارسېدلی وم. د جايزې د راکولو په وخت د امريکا او نړۍ ډېر مشران حاضر وو.))
دا د ننګيالي اتل خبرې دي، د هغه اتل خبرې چې د خپل ښوونځي تر ټولو ډنګر شاگرد و، خو دا ډنګر شاګرد اوس له علمي پلوه خورا چاغ شوی دی. ننګ اتل له ابتدايه ښوونځي بيا تر ننه په ډنګر مشهور دی، هغه په ۱۹۸۸ميلادي کال د وردګو ولايت د چک ولسوالۍ د شيخ ياسين کلي په يوه علمي کورنۍ کې زېږېدلی دی. د الجهاد په لومړني ښوونځي کې يې زده کړې کړې او په ۱۹۸۳ميلادي کال په چک ولسوالۍ کې له حضرت عمر فاروق«رض» ليسې فارغ شوی دی.
اتل پنځه کلن و چې د شيخ ياسين له کلي به لنګر ډاګ ته د الجهاد لومړني ښوونځي ته تلو. ډېری وخت به په لاره له ماشومانو پاتې شو او ناوخته به ښوونځي ته ورسېد. د ښوونځي یو ښوونکی چې تل به له اتل سره پر لاره وو، ورته ویل چې منډې کړه، تېز شه، زه به سبا وزر درته راوړم، بیا به هره ورځ ښوونځي ته د مرغانو په څېر الوتل کوې او تر ټولو مخکې به ټولګي ته رسېږې، چاغ او تکړه به شې: ((له ماشومانو تر ښوونکو، کليوالو او خپلوانو ټولو به ډنګر بللم، دوی ملامت نه وو، ډېر وړوکی وم، څه مو نه لرل، ډېر لږ وخت به ښه خوراک پيدا کېده؛ نو په څه به چاغ شوی وم.))
اتل هره ورځ د وزرونو په اړه فکر کوي چې سبا به تر ټولو مخکې ښوونځي ته رسېږي، ان د ټولګي په دروازه به هم په هوا ورننوځي: ((دا مې کلکه منلې وه چې ښوونکی به وزر راته راوړي، دومره ټينګ باور مې پرې کړی و چې ان اوس هم وزر په خوب وینم، پرې الوځم او تر لوړو غرونو پورته کېږم، خو هغې وزرو په رښتيا هم تر غرونو واړولم.))
د ښوونکي خيالي وزرو اتل نه یوازې په څو مياشتو کې ښوونځي ته له نورو شاګردانو سره پر لاره مزل ته چمتو کړ، بلکې دغو خیالي وزرو ان د ګرنډ کنين تر درو  ورساوه: (( په دې خيالي وزور به لا نورې لوړې څوکې هم فتحه کړم.))
اتل له الجهاد ښوونځي فارغ او له يوه بل کړکېچ سره مخ کېږي. ليسه تقريباً اته کيلومتره د دوی له کلي لرې وه او دی اړ و چې دا لاره پلې ووهي. پلار او مور یې نصیحت ورته کوي چې څو کاله وروسته چې لږ غټکی شي، لیسې ته ولاړ شي، خو اتل  په پټه له کوره وځي او د لیسې په ازموینه کې ګډون کوي: (( زموږ په سیمه کې به له شپږم ټولګي وروسته په لیسه کې د شمولیت له پاره ازموینه اخستل کېده، تر ازموینې څه موده وروسته چې ورغلم د کانکور پاڼه په دېوال راځړېدلې وه، د شاګردانو ډېره ګڼه ګوڼه وه،لیست مې نشو لیدلی، تر اوږده انتظار وروسته مې خپل نوم وکوت چې په لیست کې په دوو نورو پسې لیکلی و.))
درسونه شروع کېږي، هلکان به له ډېرو لرې  سيمو لیسې ته پلي راتلل، اتل هم ليسې ته پلی ځي، خو ځینې زده کوونکي به په بایسکل سپاره وو. اتل وايي: ((ځينې مکتبیان او يا ټولګيوال به مو تر څنګ په بایسکل سپاره تېر شول، ځان به یې وښوده چې بایسکل لري. په زړه کې به مې راتېره شوه چې کاشکې ما هم یو سایکل لرلی، د کتابونو پنډ مې دروند و او بایسکل ته مې ډېره اړتیا وه.))
اتل د بایسکل په تمه ښوونځی تر ۱۲ ټولګي پورې رسوي. د مڼو په باغونو کې کار کوي، د سړک په پروژو کې کار کوي، بالاخره د یوه زوړ بایسکل د اخستو له پاره نیمې پیسې برابروي او نیمې نورې په پور اخلي.
خو د انسان خوشالي کله ناکله ډېره لنډه وي، د اتل دا زړو بايسکل هم نه روزي کېږي. یوه ورځ له ښوونځي څخه تر راوتو وروسته د یوې ویالې غاړې ته بایسکل دروي او خپله د اوداسه په نیت ویالې ته ښکته کېږي: (( ((دويمه پښه مې لا نه وه مينځلې چې د ونې د شاخونو اواز مې واورېد، لارې ته مې چې وکتل، ونه راماته وه او یو  غټ منډه یې پر بایسکل راغورځېدلی و. د یوې شیبې له پاره هک پک شوم، داسې مې انګېرله چې ګواکې ونه پر ما رالوېدلې ده، د ليسې نور شاګردان هم تم شول او راسره غمرازي یې وکړه، ټولو ویل خیر دی بل به واخلې، بايسکل مې په خواریو  خواریو تر کوره راووړ.))
اتل د ليسې په دوره کې ډېر فعال دی، په هره غونډه کې برخه اخلي، په کلي کې يې د ميډيوتیک په نامه د المانيانو تعليمي مرکز دی، له هغه سره ښې اړيکې ساتي ان تر دې چې د نوموړي دفتر د چک ولسوالۍ د څانګې سرپرست کېږي.
اتل هغه وخت لیکنې هم کولې، شعرونه به یې ویل اوکابل ته به چې کله راغی، ادبي غونډو او مشاعرو کې يې برخه هم اخسته. بالاخره په کلي کې د انګرېزي ژبې کورس هم لولي او د پوهنتون د کانکور ازموينه ورکوي. له ژورنالېزم سره مينه لري، خو د ښوونې او روزنې پوهنتون ته بریالی کېږي، په نه زړه يې پيلوي، دا چې انګرېزي يې د ليسې په دوره کې زده کړې وه په انګریزي څانګه کې زده کړه پيلوي: ((په ډېرو ځايونو کې په کار پسې وګرځېدم، زړه مې و چې يو څه مزدوري وکړم، ځکه چې پلار به مو تر څو پورې کار کاوه، خو مشر ورور پرې نه ښودم، ويل يې خامخا به پوهنتون وايې.))
اتل د پوهنتون په پيل کې په کوټه سنګي کې یوه کوټه په کرایه نیسي، څو ځلې د لوړو زده کړو وزارت ته د لیلیه کېدو له پاره مراجعه کوي، خو څوک یې خبره نه اوري: ((زما د اوسېدو کوټه دومره یخه وه چې څو ځلې سخت ناجوړه شوم، وزارت ته ورغلم چې یا لیلیه راکړي یا بدل اعاشه، خو چا مې په خبرو غوږ ونه ګراوه.)) اتل چې د لوړو زده کړو وزارت چلند سخت ناهیلی کړی و، د لومړي سمستر د ازموینو پرمهال یو ځل  بیا وزارت ته عریضه وړاندې کوي چې ستونزه یې اواره شي: ((نور د کرایې له پاره یوه ټنګه هم راسره نه وه پاتې، بیا وزارت ته لاړم، عریضه مې ورکړه، خو بیا یې نه منله، ستونی مې راډک شو او ژړغونی ترې راووتم، غږ يې راپسې وکړ، وویرېد چې ازار ورته ونه کړم، عریضه یې راته لاسليک کړه.))
په ۲۰۰۸ میلادي کال چې د نيما انسټيټيوټ جوړېږي، اتل هم هلته د استاد په توګه  مقرریږي: ((په نيما کې رسمي معاش راته وټاکل شو، دا معاش نه یوازې زما له پاره بس و، بلکې له کورنۍ سره مې هم مالي مرسته کوله، څه وخت وروسته په همدې انسټيټيوټ کې د هند یوه بورس ته بریالی شوم، هند ته لاړم، هلته مې د شاګردانو د روزنې په برخه کې شپږ مياشتې درس ووايه.))
اتل په ۲۰۰۹ میلادي کال له پوهنتون فارغېږي، په دې وخت کې د ماسټرۍ له پاره فولبرايټ ته غوښتنليک لېږي، فولبرايټ يې په څلورم کال مني، ازموينه ترې اخلي او بریالی کېږي. وروسته د ملګرو ملتونو د (ای ال او) يا د کار نړيوال سازمان په دفتر کې د سکرتر په توګه دنده پيلوي او دوه نيم کاله ورسره کار کوي. په ۲۰۱۳ میلادي کال د ماسټرۍ له پاره امريکا ته ځي: ((په امريکا کې مې لومړی د نيویارک په راچستر ښار د تکنالوژي انسټيټيوټ کې انګريزي وويله، اووه مياشتې وروسته کليفورنيا ته لاړم، ګولډ ان ګېټ پوهنتون کې مې په بشري سرچينو کې ماسټري پيل کړه. په دې سربېره په امريکا کې د افغانانو ټولنو ته تلم، غوښتل مې هلته مېشت افغانان تر ډېره وپېژنم، په افغانستان کې مې د نجونو د ښوونځيو په اړه کار وکړ، څو ښوونځیو ته مې مالي مرستې برابرې کړې چې تر اوسه هم دوام لري، هلته مې ګرنډ کنين ته ډېره سودا وه چې په انټرکم کتابونو کې مې يې په اړه لوستي وو.))
اتل د سانفرانسیسکو  ښار په برېکلي پوهنتون کې د افغانستان د کار د وضعیت په اړه يو تحقیق پيلوي چې اوس نژدې پای ته رسېدلی او په وروستي ریفرینس يې کار کوي، دی به لومړنی تن وي چې د افغانستان د کارکوونکو او کارګرانو د ټولنو د حقوقو په اړه يوه څېړنه وړاندې کوي.
اتل وايي، په امريکا کې د افغانانو په منځ کې ډېر مشهور شو، يوې افغانې مدني فعالې د ۲۰۱۴ میلادي کال د ملګرو ملتونو د زړورتيا جايزې ته کانديد کړ، دا چې د نجونو د زده کړو په برخه کې يې په زړورتيا سره کار کړی و، جايزه يې وګټله. دا جایزه د ملګرو ملتونو د اسامبلې په يوه څنډه کې د انګلستان د پخواني لومړي وزير براون چې اوس د نړيوال تعليم په برخه کې د ملګرو ملتونو استازی دی او نیلسن منډېلا د مېرمنې ګراسل ماشیل په لاسونو ورکړل شوه. اتل وايي چې ياده جايزه تر ده وړاندې ملالې يوسفزۍ اخستې وه: ((دوی ته دا ډېره مهمه وه چې په کلي کې لوی شوی وم، هلته مې زده کړې کړې وې، خو بيا تر دې ځايه رارسېدلی وم. د جايزې راکولو په وخت د امريکا او نړۍ ډېر مشران حاضر وو. دا داسې ساعت و چې زما د ژوند تر ټولو ښه خاطره يې بللی شم.))
اتل په امريکا کې د خپلو زده کړو په لومړي کال يو ملګری پيداکوي چې ګرنډ کنين ته د تلو ژمنه ورسره کوي، له ملګري سره يې د هغه په شخصي موټر کې حرکت کوي، لنډه دا چې له شلو ايالتونو تېرېږي او ۱۵ ورځې وروسته  ګرنډ کنين ته رسېږي. اتل وايي چې ګرنډ کنين تر هغې ډېره ښکلې دره وه څومره چې ده فکر کړی و: ((۱۲ کاله وروسته مې د ګرنډ کنين د ليدو ارمان پوره شو، د ګرنډ کنين په څوکو مې هم هغه استاد ته سلامي وکړه چې ماته يې وزر اخستل، زه د هغه استاد په خيالي وزرو تر ګرنډ کنين پورې ورسېدم.))
اتل په دې لنډو ورځو کې يو ځل بيا اتل شو، هغه د اسیايي بنسټ له خوا په ټوله اسیا کې د ۱۲ نویو غوړېدلو رهبرانو پروګرام ته چې د ازادې سیالۍ له لارې به ترسره کېږي، غوره شوی او يو ځل  بيا به خپل ولس ته اتلولي راوړي.
اتل دوې خويندي لري، مشره يې طب پوهنځی وايي او کشره يې لا د ليسې متعلمه ده، مشر ورور يې حقوق لوستي او درې نور کشران وروڼه يې لا هم د ښوونځي زده کوونکي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA