ads

د افغانستان مشهور سينماګر حكيم اطرافي وفات شو

د افغانستان مشهور سينماګر حكيم اطرافي د ۸۰ كلونو په عمر په نيوزيلنډ كې وفات شو. اطرافي خپل لومړني هنري كارونه د هرات ښار د سلطان ښوونځي په ډرامو كې، چې هغه وخت زده كوونكى و، تجربه كړل. د افغانستان مشهور سينماګر حكيم اطرافي د ۸۰ كلونو په عمر په نيوزيلنډ كې وفات شو. اطرافي […]

نویسنده: The Killid Group
29 کب 1394
د افغانستان مشهور سينماګر حكيم اطرافي وفات شو

د افغانستان مشهور سينماګر حكيم اطرافي د ۸۰ كلونو په عمر په نيوزيلنډ كې وفات شو. اطرافي خپل لومړني هنري كارونه د هرات ښار د سلطان ښوونځي په ډرامو كې، چې هغه وخت زده كوونكى و، تجربه كړل.

د افغانستان مشهور سينماګر حكيم اطرافي د ۸۰ كلونو په عمر په نيوزيلنډ كې وفات شو.

اطرافي خپل لومړني هنري كارونه د هرات ښار د سلطان ښوونځي په ډرامو كې، چې هغه وخت زده كوونكى و، تجربه كړل.

له هغې وروسته كابل ته راغى او د عسكري خدمت ترڅنګ يې له خپل تره ډرامه ليكونكي، شاعر او ترانه جوړوونكي استاد ساير هراتي سره كميډي رولونه ولوبول.

مرحوم اطرافي له ۱۳۳۹ تر ۱۳۵۴ كلونو په هلمند ولايت كې د ښوونكي په توګه دنده ترسره كړه او د خپلې مينې او استعداد له بركته يې د هلمند تياتر بنسټ كېښود.

د هېواد دا مشهور سينماګر په ۱۳۵۴ كال كې بېرته خپل زېږنځي هرات ولايت ته ستون شو، هلته يې خپل هنري كار ته دوام وركړ او په هرات نندارې كې يې هم خپلې تمثيلي ټوټې نندارې ته وړاندې كړې.

حكيم اطرافي په ۱۳۵۷ كال د ملي ټلويزيون د خپرونو له پيلېدو سره سم كابل ته راغى او له خپلې كورنۍ سره يوځاى اوسېده، خو په هېواد كې د روانو جګړو له كبله اړ شو، چې د طالبانو لخوا د كابل ښار د نيولو په لومړيو ورځو كې هېواد پرېږدي او پېښور ښار ته كډوال شي.

اطرافي په ۲۰۰۰ كال كې له پېښوره نيوزيلنډ ته لاړ او نن يې هلته ساه وركړه.

نوموړي د هېواد په بېلابېلو رسنيو كې لسګونه تمثيلي ټوټې اجرا كړې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA