ads

د فراه عمليات: ۴۰ طالبان مړه، تر ۵۰ زيات ټپيان

د فراه والي اصف ننګ وايي، په دغه ولايت كې يې په تېره يوه مياشت كې د طالبانو د پسرلي د پيل عمليات پر شا تمبولي او دغې ډلې ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.ننګ نن په يوه خبري ناسته كې وويل، طالبانو خپل لومړني عمليات يوه مياشت وړاندې په بالا بلوك كې پيل […]

نویسنده: The Killid Group
8 کب 1394
د فراه عمليات: ۴۰ طالبان مړه، تر ۵۰ زيات ټپيان

د فراه والي اصف ننګ وايي، په دغه ولايت كې يې په تېره يوه مياشت كې د طالبانو د پسرلي د پيل عمليات پر شا تمبولي او دغې ډلې ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
ننګ نن په يوه خبري ناسته كې وويل، طالبانو خپل لومړني عمليات يوه مياشت وړاندې په بالا بلوك كې پيل كړل، خو د امنيتي ځواكونو له كلك مقاومت سره تر مخ كېدو وروسته يې درانه تلفات د جګړې په ډګر پرې ايښي دي. د فراه والي اصف ننګ وايي، په دغه ولايت كې يې په تېره يوه مياشت كې د طالبانو د پسرلي د پيل عمليات پر شا تمبولي او دغې ډلې ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
ننګ نن په يوه خبري ناسته كې وويل، طالبانو خپل لومړني عمليات يوه مياشت وړاندې په بالا بلوك كې پيل كړل، خو د امنيتي ځواكونو له كلك مقاومت سره تر مخ كېدو وروسته يې درانه تلفات د جګړې په ډګر پرې ايښي دي.
ننګ زياته كړه، په تېره يوه مياشت كې د طالبانو دوهم ځلي عمليات په پشت رود ولسوالۍ كې پيل شول چې له كبله يې تر زرو زياتې كورنۍ بې ځايه كېدو ته اړ شوې: (( په دې جګړه كې مو هم طالبانو ته سخته ماتې وركړل او پر شا مو وتمبول.))
په همدې حال كې د ۲۰۷ ظرف قول اردو رئيس اركان راز محمد اوريا خېل هم وويل، په دغو عملياتو كې د ملي پوليسو، كومانډو ځواكونو، هوايي ځواك او خلكو تر منځ لازمې همغږۍ طالبان مات كړل: (( ټوله مياشت كې مو د جګړې پر مهال له طالبانو څخه ۴۰ وسله وال ووژل او تر ۵۰ زيات يې ټپيان شول، زموږ امنيتي سرتېرو نه هم پنځه تنه وژل شوي دي.))
دا په داسې حال كې ده چې بله خوا بيا طالبانو د افغان ځواكونو لوري ته د درنو تلفاتو اړولو دعوه كړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA