ads

هند: د زده كوونكو د يوې كښتۍ ډوبېدو پېښه كې ۱۳ تنه مړه شوي

په هند كې د زده کوونکو يوه كښتۍ په سمندر کې ډوبه شوې، چې له كبله يې ۱۳ تنه مړه شوي دي.ځايي پوليسو نن رسنيو ته ويلي، دا پېښه د ممبيي ښار د ۱۴۰ کيلو مترو په واټن کې د مورود ساحل کې هغه مهال رامنځته شوې، چې يادو زده کوونکو په كښتۍ کې تفريح […]

نویسنده: The Killid Group
13 سلواغه 1394
هند: د زده كوونكو د يوې كښتۍ ډوبېدو پېښه كې ۱۳ تنه مړه شوي

په هند كې د زده کوونکو يوه كښتۍ په سمندر کې ډوبه شوې، چې له كبله يې ۱۳ تنه مړه شوي دي.
ځايي پوليسو نن رسنيو ته ويلي، دا پېښه د ممبيي ښار د ۱۴۰ کيلو مترو په واټن کې د مورود ساحل کې هغه مهال رامنځته شوې، چې يادو زده کوونکو په كښتۍ کې تفريح کوله.
د پوليسو په وينا، د مړو شويو زده کوونکو عمرونه له ۱۳ تر ۲۳ کلونو پورې ښودل شوي، چې لس پکې هلکان او درې نجونې وې. په هند كې د زده کوونکو يوه كښتۍ په سمندر کې ډوبه شوې، چې له كبله يې ۱۳ تنه مړه شوي دي.
ځايي پوليسو نن رسنيو ته ويلي، دا پېښه د ممبيي ښار د ۱۴۰ کيلو مترو په واټن کې د مورود ساحل کې هغه مهال رامنځته شوې، چې يادو زده کوونکو په كښتۍ کې تفريح کوله.
د پوليسو په وينا، د مړو شويو زده کوونکو عمرونه له ۱۳ تر ۲۳ کلونو پورې ښودل شوي، چې لس پکې هلکان او درې نجونې وې.
ژغورونکي توانېدلي، چې ټول مړي له سمندر څخه راوباسي او خپلو کورنيو ته يې وسپاري.
هندي چارواکو د كښتۍ د ډوبېدو علت خرابه هوا ښودلې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA