ads

ناسم رقابت د كندهار د دوبلاژ هنري بازار په ټپه درولى

ناسمو رقابتونو په کندهار کې د سينمايي هنر د  دوبلاژ پروډکشنونه له سقوط سره مخامخ كړي او اوس په دغه ښار كې له ۱۱ پروډکشنونو څخه يې يوازې ۴ فعاليت كوي خو هغه هم د سقوط له ګواښ سره مخ كمزوري روان دي.کندهار په ۲۰۱۳ کال کې ۱۱ فعال دوبلاژ پروډکشنونه درلودل، چې اردو، هندي، […]

نویسنده: The Killid Group
10 سلواغه 1394
ناسم رقابت د كندهار د دوبلاژ هنري بازار په ټپه درولى

ناسمو رقابتونو په کندهار کې د سينمايي هنر د  دوبلاژ پروډکشنونه له سقوط سره مخامخ كړي او اوس په دغه ښار كې له ۱۱ پروډکشنونو څخه يې يوازې ۴ فعاليت كوي خو هغه هم د سقوط له ګواښ سره مخ كمزوري روان دي.
کندهار په ۲۰۱۳ کال کې ۱۱ فعال دوبلاژ پروډکشنونه درلودل، چې اردو، هندي، انګليسي فلمونه او سريالونه يې په تر ټولو ښه او ښايسته انداز ژباړل، دوبله كول به يې او بيا به يې له لويو ټلويزيونونو سره پرې خپل تجارت چلاوه، يا به هم دا فلمونه په بازار كې په ډېر لوړ كيفيت ترلاسه كېدل.
له دې كار سره د دوبله شويو فلمونو مينه وال په کندهار کي دومره ډېر شول، چې د پېښوري او پاكستاني پښتو فلمونو او ډرامو بازار يې په ټپه ودراوه.
خو دغه پروډکشنونه هغه وخت ورځ تر بلې له پښو ولوېدل، چې تر منځ يې ناسم رقابت پيل شو. ناسمو رقابتونو په کندهار کې د سينمايي هنر د  دوبلاژ پروډکشنونه له سقوط سره مخامخ كړي او اوس په دغه ښار كې له ۱۱ پروډکشنونو څخه يې يوازې ۴ فعاليت كوي خو هغه هم د سقوط له ګواښ سره مخ كمزوري روان دي.
کندهار په ۲۰۱۳ کال کې ۱۱ فعال دوبلاژ پروډکشنونه درلودل، چې اردو، هندي، انګليسي فلمونه او سريالونه يې په تر ټولو ښه او ښايسته انداز ژباړل، دوبله كول به يې او بيا به يې له لويو ټلويزيونونو سره پرې خپل تجارت چلاوه، يا به هم دا فلمونه په بازار كې په ډېر لوړ كيفيت ترلاسه كېدل.
له دې كار سره د دوبله شويو فلمونو مينه وال په کندهار کي دومره ډېر شول، چې د پېښوري او پاكستاني پښتو فلمونو او ډرامو بازار يې په ټپه ودراوه.
خو دغه پروډکشنونه هغه وخت ورځ تر بلې له پښو ولوېدل، چې تر منځ يې ناسم رقابت پيل شو.
همدغه ناسم رقابت و، چې له ۱۱ پروډکشنونو څخه يې يوازې ۴ په کمزوري حالت کي پاتې شول.
په کندهار کې لومړنی ډوبلاژ فلمي پروډکشن د پلار په نامه فعال شو. د دغه پروډکشن مسوول فضل احمد انیس وايي، د دوبله شويو فلمونو په لږ قیمت عرضه، د دوبلې ټيټ کیفیت او ناسم رقابتونه هغه علتونه وو، چې دوبلاژ پروډکشنونه يې له سقوط سره مخامخ کړل: (( زموږ په سيمه كې خو بدبختي دا ده چې موږ سالم رقابت بېخي پېژنو نه، موږ همېشه دا كوشش كړى چې د بل په سر پښه كېږدو او ځان بام ته ورسوو، كله چې موږ پروډكشن جوړ كړ، چا هېڅ نه پېژانده، خلكو چې وليدل زموږ كار دقيق روان دى، هغوى فكر وكړ چې دا خو تيار كار دى پيسې به زياتې پيدا كړاى شو پرې، دوه كمپيوټرونه به يې كېښودل پروډكشن يې پيل كړ، يو وخت دا پروډكشنونه دومره زيات شول چې ۱۱ ته يې شمېره ورسېده، خو ناسم رقابت دا كچه اوس بېرته ۴ ته راښكته كړه.))
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د افغان فلم مدير ولي جان ابراهیمي بيا راسره د دوبلاژ پروډكشنونو د سقوط پر عواملو وغږېده.
دى وايي،  دوبلاژ پروډکشنونه هغه وخت د سقوط خوا ته روان شول چې دلته ځينې غير مسلکي کسانو يوازې د شخصي ګټو لپاره پروډکشنونه پرانيستل.
د ابراهيمي په خبره، ځينو هغو دوکاندارانو چې فلمونه به يې خرڅول هم دوبلاژ پروډکشنونه پرانيستل، چې د خپلې ګټې لپاره به يې د دوبلې کیفیت هم په پام کې نه نيوه: (( دا چې په بازار كې د فلمونو مشكل جوړ شو، نو ځينې  دوكاندارانو شخصي پروډكشنونه جوړ كړل، دوى دا كار مسلكي كسانو ته ونه سپاره له بده مرغه دا كار يې خراب كړ، پلار پروډكشن اوس نشته، سهار پروډكشن اوس ماركيټونو ته فلمونه جوړوي، ځينې يې سريالونه ډوبلاژ كوي، ځينې نور بيا ډرامې جوړوي بازار ته يې وړاندې كوي.))
دا په داسې حال كې ده چې اوسمهال په کندهار کې فعاله پروډکشنونه د فلمونو د دوبلې ترڅنګ، تجارتي اعلانونو، ډرامو، مستندو فلمونو او د سندرو د ویډيو کولو په برخو کي کار کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA