ads

کلک هوډ غرونه چپه کوي

((الوتكو زموږ په کلي بم واچاوه، یوه پارچه يې زما خوا ته راغله. پوه شوی نه يم، خو كله چې په خود شوم، په كور كې پروت وم او يوه پښه مې نه وه، دا حالت سخت و. ځان بل ډول راته ښکارېده. جنګ شدید و، درې ورځې په کور کې پروت وم، دومره موقع […]

نویسنده: The Killid Group
22 مرغومی 1394
کلک هوډ غرونه چپه کوي

((الوتكو زموږ په کلي بم واچاوه، یوه پارچه يې زما خوا ته راغله. پوه شوی نه يم، خو كله چې په خود شوم، په كور كې پروت وم او يوه پښه مې نه وه، دا حالت سخت و. ځان بل ډول راته ښکارېده. جنګ شدید و، درې ورځې په کور کې پروت وم، دومره موقع نه برابرېده چې ډاکټر ته مې يوسي.))
دا د قدرت الله خپلواک  ژوند د کيسې يوه برخه ده، هغه د زابل ولايت مرکز د خان کلي اوسېدونکی دی. نوموړی په کابل کې د ښار جوړولو وزارت سلاکار دی، هغه په يوه پښه معلول دی، خو وايي چې تر اوسه يې داسې نه ده حس کړې چې يوه پښه نه لري يا معلول دی.
قدرت الله سره له دې چې یوه پښه نه لري، خو کولای شي د روغو خلکو په څېر کار وکړي، هر کار چې جوړ خلک کولای شي دی يې هم کوي، هغه وايي، تل به له هلکانو سره په سيالۍ ونې ته پورته کېده، يا به يې ورسره د ډبرې د اچولو لوبه کوله. ((الوتكو زموږ په کلي بم واچاوه، یوه پارچه يې زما خوا ته راغله. پوه شوی نه يم، خو كله چې په خود شوم، په كور كې پروت وم او يوه پښه مې نه وه، دا حالت سخت و. ځان بل ډول راته ښکارېده. جنګ شدید و، درې ورځې په کور کې پروت وم، دومره موقع نه برابرېده چې ډاکټر ته مې يوسي.))
دا د قدرت الله خپلواک  ژوند د کيسې يوه برخه ده، هغه د زابل ولايت مرکز د خان کلي اوسېدونکی دی. نوموړی په کابل کې د ښار جوړولو وزارت سلاکار دی، هغه په يوه پښه معلول دی، خو وايي چې تر اوسه يې داسې نه ده حس کړې چې يوه پښه نه لري يا معلول دی.
قدرت الله سره له دې چې یوه پښه نه لري، خو کولای شي د روغو خلکو په څېر کار وکړي، هر کار چې جوړ خلک کولای شي دی يې هم کوي، هغه وايي، تل به له هلکانو سره په سيالۍ ونې ته پورته کېده، يا به يې ورسره د ډبرې د اچولو لوبه کوله.
دا چې قدرت الله خپلواك څنګه معلول شو او بيا تر دې ځايه چې اوس د يوه وزارت سلاکار دی، څنګه راورسېد، خپله کيسه داسې راته کوي: (( په ماشومتوب کې ډېر شوخ وم. داسې ورځ نه وه چې يوه او دوه پيالې به مې په کور کې نه وې ماتې کړې. يوه ورځ مې له ورور سره باغ ته وتلی وم، ستړی شوم، ورور مې په غېږ کې واخستم. لږ نه وو تللي چې د الوتکو غږونه مو واورېدل، چیغې او منډې شوې، له هرې خوا شور او ځوږ اورېدل کېده، د غرونو په څوکو الوتکې راواوښتې، ورور مې وارخطا شو چې څه وکړي، پرله پسې يې بمونه اچول، وړاندې شاوخوا غرونه په دوړو پټ ښکارېدل. ورور له غېږې ښکته کړم. هغه هم کشر و، نه پوهېده چې څه وکړي او کومې خوا ته منډه کړي.))
نوموړى زياتوي: (( وړاندې په بل باغ کې يو سپين ږيري موږ ته چيغې کړې، پټ شئ، ژر کوﺉ، زما همدومره په ياد دي چې ورور مې منډه کړه، يوې ژورې د انګورو جيوې ته يې ټوپ وهل، ماته يې چیغې وهلې چې زه هم هلته ورشم، خو له ما لاره ورکه وه، پورته مې کتل د الوتکو غږونه دومره درانه و او نژدې وو چې نور مې د ورور چيغې نه اورېدې، په دې وخت كې الوتكو زموږ پر کلي بم واچاوه، نور زه پوى نه شوم، خو يو  وخت چې په خود شوم په كور كې پروت وم، يوه پښه مې نه وه، دا حالت سخت و، ځان بل ډول راته ښکارېده.))
د خپلواك په خبره، په هغو ورځو او شپو د دوى په سيمه كې سخته جګړه روانه وه، هره دقیقه به الوتکې د بمبار له پاره تلې راتلې، له دې كبله  درې ورځې په کور کې پروت و: (( موقع نه برابرېده چې ډاکټر ته مې بوزي، ان دا چې چا فکر هم نه کاوه چې زه به بيا په ژونديو کې وشمېرل شم، درې ورځې وروسته یې زموږ د کليوال په يوه زړه ټويوټا کې د کوېټې ښار ته د درملنې له پاره يوړم، هلته مې ډاکټر پښه راوتړله.))
خپلواک وايي، کله چې لږ روغ شو، د زده کړو له پاره د سپینې غبرګې په نوم یوې ديني مدرسې ته لاړ، سره له دې چې يوه پښه یې نه وه، بيا هم له شوخۍ نه و  وتلى:(( سم درس مې نه وايه، هر ساعت به مې دې ته سودا وه چې اوس به په کلي کې هلکان لوبې کوي، د مدرسې طالبانو به د کلي له کورونو ډوډۍ راټولوله، طالب به چې مدرسې ته راغی ترې پوښتل به مې، زموږ په کلي کې څه کيسه وه، که به يې ويل چې ستاسې د کور په مخه کې هلکانو  لوبې کولې، بس په هماغه لحظه به راوتښتېدم. په اوونۍ کې به خامخا دوه يا درې ورځې د ساعتیرۍ له پاره له مدرسې تښتېدم.))
نوموړى د خپل ماشومتوب د شوخیو بله خاطره هم لري: (( يوه شپه مې کلي ته سودا شوه چې سهار وختي بايد له هلکانو سره د لوبو له پاره حاضر واوسم؛ نو شپه ناوخته مې حرکت را وکړ، زموږ کلی د ترنک د رود پر غاړه پروت دی، په ترنک رود کې ډېرې اوبه هم وې، په همدې يوه پښه په کې راګډ شوم، په نيمايي رود کې اوبو زور راباندې راووړ، پښه مې په ښويه ډبرو وښويېده او ولوېدم، په سختۍ مې ځان بېرته راپورته کړ، اوبه تېزې وې، لکڼو هم سم کار نه کاوه. هره خوا تياره وه، چيغې مې هم نه شوای وهلی چې څوک مرسته راسره وکړي،  خپل ټول زور مې وواهه، خو الله مې نه وه پوره کړې، له اوبو راوختم، د رود په څنډه ډېر ساعت ناست وم، ځان ته په غوسه وم چې په دې شپه کې مې څه غوښتل که اوبو وړی وای چا به ترې راویستی وای.))
د خپلواك په خبره، د ده پلار په دې وېرېده که يې زوى درس ونه وايي، بيا به په ځوانۍ کې د وروڼو احتياج او د نورو د اوږو بار وي: (( پلار مې په خپله سيمه کې له حسابه وتلی جايداد لري چې په ټول کلات کې به شپږ اووه کسه دومره ډېر جايداد ولري: (( خو ما په ديني مدرسه کې دوه کاله زده کړې وکړې، څلور سیپارې قران کريم مې هم حفظ کړ، خو اخر په ديني مدرسه کې په تنګ شوم، ښوونځي ته لاړم، د شيخ متي بابا په ليسه کې مې پنځم ټولګی ولوست.))
خپلواک د معلولیت په ټوله دوره کې له اقتصادي پلوه کومه اړتيا نه ده ليدلې، خو کله کله په ښوونځي يا کلي کې د هلکانو خبرو ځورولی دی: (( دې ډول خبرو چې هغه دی ګوډ راغی يا به يې کله په ټوکو کې داسې څه راته وويل، ډېر ځورولم، د دوی مطلب به شوخي وه، خو زه به له کچې ډېر پرې ځورېدم.))
د خپلواك په خبره، د نورو زده کړو له پاره يې په کابل کې د رحمان بابا ليسه پيل کړه، خو د رخصتۍ پر مهال د څه وخت له پاره بيا کلات ته لاړ،  له يو خياط سره شاګرد شو ، هلته يې خياطي زده كړه:((  د دې ترڅنګ هره وسيله لکه بايسکل، موټرسايکل، موټر او نور چې روغ سړی يې چلولی شي، زه يې هم چلولى شم او په پښو دومره ډېر مزل کولی شم چې روغ کسان به يې ونه شي کړای. کوم وخت چې څوک ووايي، ته معلول يې ځکه درسره ښه کوم، يا څه نه درته وايم، بده راباندې لګېږي، کولای شم د هر چا مقابله وکړم، په دې باور يم چې کلک هوډ غرونه چپه کولی شي.))
قدرت الله له خپلو شاوخوا خلکو خوشاله دی، هغه وايي، له خپلې کورنۍ نيولې بيا ټول خپلوان، ملګري او شاوخوا خلک ورباندې مهربانه دي: (( وړوکی چې وم مور مې ډېره راته ځورېده، خو اوس ډا‌ډه ده، پوهېږي چې مايوسه نه يم او په ځان باور لرم؛ نو دوی هم باور راباندې لري. ډېری وخت چې له کلاته کابل ته راځم، دلته په کابل کې چې د جامو غوټه خلاصه کړم، مور مې يا د کاليو په پايڅه يا هم په بل کوم پټ ځای کې پيسې راته اېښې وي، ځکه که يې همداسې راکړي نه يې ترې اخلم. مور مې اوس هم د ماشوم په ډول چلند راسره کوي، کوم وخت چې کابل ته جامې رالېږي، چاکليټ، بيسکویټ او يايې وچ توت په كې ايښي وي.))
خپلواک په ۱۳۹۰ لمریز کال له رحمان بابا ليسې فارغ شوی او اوس د شپې له خوا د کابل پوهنتون د پښتو ادبياتو  محصل دی، هغه وايي چې دم ګړۍ د خپل پلار او وروڼو پيسو ته ضرورت نه لري، بلكې د خپل لګښت له پاره خپله پیسې پيدا کوي: (( د پوهنتون په ټوله دوره کې مې کار وکړ. لومړی ځل په کار او ټولنيزو چارو وزارت کې کمپيوټر کار وم. بيا مې يو کال د ټاکنو په کمسيون کې د عامه پوهاوي د مدير په توګه کار وکړ.))
خپلواک تر هرې بدمرغۍ له جګړې ډېر نفرت لري، ځکه همدا جګړه وه چې پښه يې ترې واخسته. نوموړی وايي، اوس که هر څومره په ځان ډاډه وي او هر څومره زړور او تکړه وي، بيا هم معلول دى او په معلولينو كې شمېرل کېږي: (( خو په دې خوشاله يم چې معلول يم، مګر د ټولنې د اوږو بار نه يم. ))
خپلواک زياتوي، هر وخت چې په ښار او بازار کې روغ او جوړ خيرات غوښتونکي ویني، لارښوونه ورته کوي چې همت وکړي، له خدايه دې وډار شي، که همت وکړي وبه کولای شي خپلې کورنۍ ته يوه ګوله ډوډۍ پيداکړي: (( هغو کسانو ته چې جوړ دي او ګدايي کوي وايم، که چېرې دوی هم د یو شمېر بې وزله افرادو په څېر ښار او بازار ته راووځي؛ نو هغو کسانو ته چې په رښتيا هم د خيرات ورکولو مستحق دي، بيا  څوک پيسې نه وركوي. دوى كولى شي زما په څېر  هر وخت کار وكړي، ما په خپل همت ليسه وويله، اوس دا دى له پوهنتونه د فارغېدو په حال كې يم، په خپلو مټو دندې پیداکوم او تر ټولو خلکو ډېر ملګري او دوستان لرم.))
خپلواك همداراز له دولت او موسسو هيله لري چې ټولو سواد لرونکو معلولينو ته په خپلو ادارو کې کار ورکړي، که دوی معلولينو  ته کار ورکړي، نور معلولين به  هم زده کړو ته وهڅېږي.
قدرت الله خپلواک همداراز د خپل شخصي ژوند په اړه وايي چې اووه وروڼه او درې خويندې لري. تر اوسه يې کوژده نه ده کړې: (( له هغه چا سره به کوژده کوم چې خپله مې ټاکلې، خوښېږي مې او مهمه دا ده چې زه يې هم خوښيږم.))

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA