ads

په یوه کال کې د بالیووډ لس بریالي فلمونه

باليووډ په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د خپلو بریالیو فلمونو نوم لړ خپور کړی. په دغه نوم لړ کې ځینې فلمونه د جوړښت او هنري ارزښت له کبله بریالی بلل شوي دي، خو یو شمېر نور بیا د خپلو ناندریزو کيسو له کبله خورا مشهور شوي دي. ویل کېږي چې د تېر کال په اوږدو […]

نویسنده: The Killid Group
22 مرغومی 1394
په یوه کال کې د بالیووډ لس بریالي فلمونه

باليووډ په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د خپلو بریالیو فلمونو نوم لړ خپور کړی. په دغه نوم لړ کې ځینې فلمونه د جوړښت او هنري ارزښت له کبله بریالی بلل شوي دي، خو یو شمېر نور بیا د خپلو ناندریزو کيسو له کبله خورا مشهور شوي دي. ویل کېږي چې د تېر کال په اوږدو کې له ۱۵۰ ډېر فلمونه نندارې ته وړاندې شوي چې بریالیتوب يې بیا یوازې د یو څو فلمونو په برخه شوی دی. باليووډ په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د خپلو بریالیو فلمونو نوم لړ خپور کړی. په دغه نوم لړ کې ځینې فلمونه د جوړښت او هنري ارزښت له کبله بریالی بلل شوي دي، خو یو شمېر نور بیا د خپلو ناندریزو کيسو له کبله خورا مشهور شوي دي. ویل کېږي چې د تېر کال په اوږدو کې له ۱۵۰ ډېر فلمونه نندارې ته وړاندې شوي چې بریالیتوب يې بیا یوازې د یو څو فلمونو په برخه شوی دی.
د بي بي سي د راپور له مخې د ۲۰۱۵ کال په اوږدو کې د سلمان خان، امیتاب بچن، اکشي کمار، ورون دهون او د جنوبي هند د فلمي هنرمند پربهاس فلمونه وتوانېدل له بازاره د نورو په پرتله ډېر عاید تر لاسه کړي. په ښځینه فلمي لوبغاړو کې بیا کنګناراناوت، کرینه کپور او دپیکا پاډوګان وتوانېدې د بریالیتوب له پړاوونو تېرې شي. په دې وروستیو کې نندارې ته وړاندې شوی (باجي راو مستانې) فلم وتوانېد په پنځو ورځو کې نژدې ۶۲۰ ملیونه روپۍ عاید تر لاسه کړي. په دغه فلم کې رنویرسنګ، دپیکا پاډوګان او پریانکا چوپړا مهم رول لوبولی دی. په همدې ورځ د شاهرخ خان او کاجل فلم (دل والې) په پنځو ورځو کې نژدې ۸۵۰ ملیونه روپۍ عاید تر لاسه کړی او دواړه فلمونه اوس هم د فلم لیدونکو له پاره په زړه پورې بلل کېږي.
د باکس افس انډیا د شمېرو له مخې سږ کال د هندي فلمونو په کتار کې لومړی ځای د سلمان خان (بجرنګي بهايي جان) فلم خپل کړی. دا فلم د کبیر خان په هڅو جوړ شوی دی. په دې فلم کې د سلمان خان تر څنګ نوازالدین صدیقي او کرینه کپور هم رول لري. یاد فلم نژدې درې ملیارده، ۱۶۰ ملیونه ۷۸۰ زره روپۍ عاید درلود.
د سږ کال د فلمونو په کتار کې دویم ځای هم د سلمان خان (پریم رتن دهن پایو) فلم خپل کړی. د دغه فلم ځانګړنه دا ده چې سلمان خان د یاد فلم جوړوونکي سورج بړجاټیا په یوه فلم کې ۱۶ کاله وروسته څرګند شو. دغه فلم هم یو ملیارد ۸۷۰ ملیونه ۴۹۰ زره روپۍ ګټلې دي. درېیم ځای د کنګناراناوت فلم (تنو ویډز منو) خپل کړی چې لګښت یې ۳۱۰ ملیونو روپیو ته رسېدلی، خو عاید یې له یو ملیارد ۵۱۰ ملیونه روپیو واوښت.
د بریاليو فلمونو په دې لړ کې څلورم مقام د (ایس ایس راجا مولي) فلم (باهو بلي) موندلی چې هندي بڼې یې یو ملیارد ۱۰۰ ملیونه ۹۴۰ زره روپۍ عاید لاس ته راوړی دی. یاد فلم د هند په جنوب کې د عاید له پلوه یو ریکارډ جوړ کړی دی.
د ورون دهون او شردها کپور فلم (اي بي سي ډي ۲) د ځوانو فلم کتونکو د پام وړ وګرځېد. دغه فلم ته د برياليو فلمونو په نوملړ کې پنځم ځای ورکړل شوی او عاید یې هم تر یو ملیارد ۴۰ ملیونه ډېر و. د انیس بزمي (ویلکم بېک) نومي فلم د بریالیو فلمونو په کتار کې شپږم ځای خپل کړی دی.دغه فلم کې نصیرالدین شاه، نانا پاټیکر، انیل کپور او جان ابراهيم غوندې مشهور هنرمندان یو ځای شوي وو . دغه فلم ۹۳۰ملیونه روپۍ ګټلې دي.
د اکشي کمار او سدهارت ملهوترا (برادر) نومي فلم اووم ځای خپل کړی.دغه فلم هغومره ګټه و نه کړه چې تمه یې کېده، خو بیا هم وتوانېد چې له کتونکو ۷۸۰ ملیونه روپۍ را ټولې کړای شي.
(ګبر از بیګ) بيا په دې نوملړ کې اتم مقام اخستی دی. د دغه فلم موضوع اداري فساد و، دغه فلم نژدې ۷۸۰ ملیونه روپۍ له خلکو را ټولې کړې. نهم ځای د اکشي کمار (بې بې) نومي فلم ته ورکړل شوی چې د سخت دریځۍ موضوع په کې را پورته شوې او ۷۸۰ ملیونه۷۶۰ زره روپۍ عاید یې تر لاسه کړی دی.
لسم ځای (پیکو) نومي فلم ته ورکړل شوی چې مرکزي رول په کې دپیکا پاډوګان لوبولی دی. د امیتاب بچن او عرفان خان شته والي دغه فلم نور هم خوندور کړی دی او مینه والو دغه درې واړه رولونه ستایلي دي. د دغه فلم عاید نژدې ۷۷۰ ملیونو روپیو ته رسېدلی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA