ads

فراه: په خپل كمين كې د طالبانو ولسوال او ۱۰ ملګري مړه، ۱۰ ټپيان

افغان ځواكونو په فراه كې د پشت كوه ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال له ۱۰ ملګرو سره يې وژلى او ۱۰ نور يې ټپيان كړي دي.د فراه امنيه قومندان توريالي عبدياني په دې اړه كليد ته وويل، پېښه تېره شپه د اناردرې ولسوالۍ په چاه پشته سيمه كې شوې ده.د ده په خبره […]

نویسنده: The Killid Group
22 مرغومی 1394
فراه: په خپل كمين كې د طالبانو ولسوال او ۱۰ ملګري مړه، ۱۰ ټپيان

افغان ځواكونو په فراه كې د پشت كوه ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال له ۱۰ ملګرو سره يې وژلى او ۱۰ نور يې ټپيان كړي دي.
د فراه امنيه قومندان توريالي عبدياني په دې اړه كليد ته وويل، پېښه تېره شپه د اناردرې ولسوالۍ په چاه پشته سيمه كې شوې ده.
د ده په خبره افغان ځواكونه له سيمې څخه د تېرېدو په حال كې وو چې د طالبانو له كمين سره مخ شول: (( يو ساعت جګړه شوې ده چې په ترڅ كې يې د پشت كوه لپاره د طالبانو تش په نوم ولسوال ملا بسم الله او ۱۰ نور ملګري يې وژل شوي، ۱۰ وسله وال ټپيان دي او څلور موټر يې سوځېدلي دي.))

د عبدياني په خبره په دې جګړه كې د افغان ملي اردو يو سرتېرى هم ټپي شوى دى خو حالت يې د ډاډ وړ دى.
د ده په خبره په سيمه كې اوس وضعيت نورمال دى او د سيمې كنټرول د امنيتي ځواكونو په لاس كې دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA