ads

ننګرهار كې نښتې، بې پيلوټه او هوايي بريدونه، ۴۲ طالبان او داعشيان مړه، ۱۴ ټپيان

د ننګرهار اچین، کوټ او چپرهار ولسوالیو کې د بې پیلوټه بریدونو او داعش او طالب وسله والو ترمنځ نښتو له امله د دواړو خواوو ۴۲ وسله وال وژل شوي او ۱۴ نور یې ټپيان دي.چارواکي وايي، چې دغه پيښې پرون د ورځې په اوږدو کې رامنځته شوې دي.د ننګرهار د  امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسول […]

نویسنده: The Killid Group
19 مرغومی 1394
ننګرهار كې نښتې، بې پيلوټه او هوايي بريدونه، ۴۲ طالبان او داعشيان مړه، ۱۴ ټپيان

د ننګرهار اچین، کوټ او چپرهار ولسوالیو کې د بې پیلوټه بریدونو او داعش او طالب وسله والو ترمنځ نښتو له امله د دواړو خواوو ۴۲ وسله وال وژل شوي او ۱۴ نور یې ټپيان دي.
چارواکي وايي، چې دغه پيښې پرون د ورځې په اوږدو کې رامنځته شوې دي.
د ننګرهار د  امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسول حضرت حسین مشرقیوال نن کلید ته وویل، چې لومړنی بې پیلوټه برید پرون شاوخوا ۲ بجې د اچین ولسوالۍ پيښې سیمه کې شوی، چې پرمهال یې ۱۵ وسله وال وژل شوي دي.

هغه دغه راز وویل، چې د کوټ ولسوالۍ په (جنجال غونډۍ) سیمه کې هم بې پیلوټه برید ۱۱ وسله وال وژلي او د یوې ښځې په ګډون یې ۳ نور ټپيان کړي دي: (( پرون ماسپښيهن دوه بجې بې پيلوټه طيارې د اچين په پېخې سيمه كې بريد كړى چې په كې د داعش ډلې ۱۵ تنه وسله وال  وژل شوي،  همدا شان تېره ورځ درې بجې د كوټ ولسوالۍ اړوند جنجال غونډۍ سيمه كې د هوايي بريد په پايله كې ۱۱ تنه داعش وسله وال وژل شوي او ۳ نور ټپيان شوي چې يوه ښځه هم په كې شامله ده.))
د امنیه قوماندانۍ دغه چارواکي په ورته وخت کې چپرهار ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو د خپلمنځي نښتو خبر ورکړ.
هغه زیاته کړه، چې دغه نښتې په (ډاګو، سنګینې او کاریزو) سیمو کې ترسره شوي، چې پرمهال یې ۱۳ تنه داعش او ۳ تنه طالب وسله وال وژل شوي او ۱۱ طالب وسله وال ټپيان ټپيان شوي هم دي.
بلخوا تر اوسه داعش او طالب وسله والو د دغو پيښو په تړاو کوم نظر او غبرګون نه دی څرګند کړی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA