ads

له موټروانۍ د ارګ تر ماڼۍ

((کلي کې مې شپږم ټولګی ولوست، له لومړي تر شپږم ټولګي د ښوونځي عمومي اول نمره وم. زموږ په سیمه کې تر شپږم پورته صنفونه نه و او بیا مدرسې ته ولاړم، ديني مدرسې ته د تلو له پاره مې پګړۍ نه لرله، حيران وم چې څه وکړم، يوه ورځ بې لنګوټې ورغلم، ملاصیب بېرته […]

نویسنده: The Killid Group
15 لیندۍ 1394
له موټروانۍ د ارګ تر ماڼۍ

((کلي کې مې شپږم ټولګی ولوست، له لومړي تر شپږم ټولګي د ښوونځي عمومي اول نمره وم. زموږ په سیمه کې تر شپږم پورته صنفونه نه و او بیا مدرسې ته ولاړم، ديني مدرسې ته د تلو له پاره مې پګړۍ نه لرله، حيران وم چې څه وکړم، يوه ورځ بې لنګوټې ورغلم، ملاصیب بېرته راوشړلم.))
دا د جلال الدين اميد خبرې دي، هغه په ژوند کې ډېرې ستونزې ګاللې، خو بریالی ترې راوتی دی. امید ۳۹ كاله وړاندې په کابل کې زېږېدلی، پلار یې د کابل په ټرافيکو امريت کې د اجير په توګه کار کاوه، اميد تر څلورم ټولګي په کابل کې زده کړې وکړې او تر شپږمه یې په کلي کې درس ووایه. ((کلي کې مې شپږم ټولګی ولوست، له لومړي تر شپږم ټولګي د ښوونځي عمومي اول نمره وم. زموږ په سیمه کې تر شپږم پورته صنفونه نه و او بیا مدرسې ته ولاړم، ديني مدرسې ته د تلو له پاره مې پګړۍ نه لرله، حيران وم چې څه وکړم، يوه ورځ بې لنګوټې ورغلم، ملاصیب بېرته راوشړلم.))
دا د جلال الدين اميد خبرې دي، هغه په ژوند کې ډېرې ستونزې ګاللې، خو بریالی ترې راوتی دی. امید ۳۹ كاله وړاندې په کابل کې زېږېدلی، پلار یې د کابل په ټرافيکو امريت کې د اجير په توګه کار کاوه، اميد تر څلورم ټولګي په کابل کې زده کړې وکړې او تر شپږمه یې په کلي کې درس ووایه. پلار يې دوه مېرمنې لرلې، له مشرې مېرمنې يې يو زوی او له دویمې يې اميد او يوه لور وه.  کله چې کابل په ۱۳۷۱ او۷۲ لمریزو کلونو کې د تنظیمي جګړو په اور کې لاس او پښې وهلې، د امید کورنۍ د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د ګوډه کلي ته ولاړل. امید وايي چې په کلي کې يې تر شپږم ټولګي درس ووایه، له لومړي تر شپږم ټولګي د ښوونځي عمومي اول نمره پاتې شوی دی: (( په سیمه کې تر شپږم لوړ ټولګي نه و، له هغه وروسته بیا مدرسې ته ولاړم.))
په دیني مدرسو کې معمولا طالب العلمان پګړۍ تړي، خو امید وايي چې مدرسې ته یې د تلو لپاره پګړۍ نه لرله او حيران و چې څه وکړي: (( يوه ورځ بې لنګوټې ورغلم، ملاصیب بېرته راوشړلم.)) امید زیاتوي: ((ژړغونی کور ته راغلم، مور مې په انګړ کې ناسته وه، په غوسه شوه چې ولې بېرته راغلم. ويل مې پګړۍ مې نه وه، ملا صیب ووهلم او له مدرسې يې را وشړلم. ويې ويل چې بيا بې پګړۍ ور نه شم.))
مور د امید د پګړۍ له پاره په کلي کې له ډېرو په پور پيسې غواړي، خو څوک يې نه ورکوي، کور ته راځي او خپل زوړ کتان ټیکری دوه ټوټې کوي او بيا يې بیرته سره يوځای کوي او لنګوټه ترې جوړوي.
امید وايي: مور مې هيله لرله چې درس ووايم او يوه ورځ لوی سړی شم. خو له بده مرغه چې مور مې په همدې کال په حق ورسېده او زه یې له خپلې وړې خور سره یوازې پرېښودم.څو ورځې وروسته مې مشر ورور راته وويل چې زده کړې ګته نه لري او بايد له ده سره کار وکړم. پلار هم د مشر ميرني ورور په خوا و، پلار له دې وېرېده که دی هم وفات شي؛ نو زه او خور به مې څوک ساتي. پلار هم راته وويل چې بايد له مشر ورور سره یو ځای په مزدورۍ پسې ولاړ شم. د مور له کتان ټیکري جوړه شوې لنګوټه مې يو ځای وساتله، نور مې هغه لنګوټه چې د ټولې نړۍ مينه په کې نغښتې وه نه شوای په سرولای او د ملا له وهلو هم خلاص وم.
په دې ورځو شپو کې په سيمه کې د ليسې د نشتوالي له کبله د سيمې څو مخور او مشران د فيس په مقابل کې تر نهم ټولګي پورې خصوصي ښوونځی جوړوي. اميد وايي، پلار ته مې زارۍ وکړې چې خير دی هم به د کور کار کوم، هم به مالونه ساتم او هم به درس وايم، نه يې منله، ويل يې له ورور سره دې اړيکې مه خرابوه. ورته ومې ژړل، ویل مې دا مې د مور هيله وه، پلار مې هم زما د اوښکو په ليدو او هم مې د مور د هيلې په اورېدو اوښکې تويې کړې، ويل يې ځه زويه لاړ شه، خو د کور ټول کارونه به کوې.
په لومړۍ ورځ چې ښوونځي ته لاړم، خوله مې له خوشالی نه راټولېده، د همدې کال په څلور نیم میاشتنیو ازموينو کې د ټول ښوونځي په کچه عمومي اول نومره شوم، کله چې د ټولو شاګردانو په مخ کې ښوونکو ستاينليک راکاوه، مور مې سترګو ته ودرېده، له سترګو مې اوښکې روانې شوې. کله چې يوه دروازه بنده شي الله جل جلاله سل نورې پرانيزي، بله ورځ د خالد په نوم يو مشر احوال راولېږه چې د ښوونځي فيس مې ورکوي.
احوال نه و د جنت زېری و، په نيمه ورځ مې، له کوره کتابونه واخستل په لاره مې منډې وهلې، يو ځای مې له لويې ويالې ټوپ واهه، له کتابونو سره په کې ولوېدم، يوه چپلکه مې چې پخوا هم څيرې شوې وه، دوه ځايه شوه. ښوونځي ته په لندو جامو کې ورسېدم. خو کله کله خوشالي هم د چا نه په نصيب کېږي، د اتم ټولګي په پيل کې مې پلار هم وفات شو، اوس نو د نړۍ له تر ټولو لویو نعمتونو مور او پلار دواړو پاتې وم.
ټولګيوالو سيالي راسره کوله، خو نه توانېدل، اوس نهم ټولګي کې وم، خو ورځ په ورځ مو د کورنۍ په وضعيت کې بدلون راته، د ورور او ورېندارې چلند بدل شو، اوس د ښوونځي د فيس پلمه هم نه وه. د مشر تره ښځه مې ډېره مهربانه وه، د تره زاړه به یې راته لنډول او جوړول. ژوند مې له ترخو خاطرو ډک دی، هره خاطره مې دردوي، بوټ مې نه لرل، د دويم تره ښځې ته مې وويل، زه به مو وري څروم ته راته يو جوړ پلاستيکي بوټ واخله، ويې منله.
اميد يوه بله خاطره هم لري. هغه وايي: یوه ورځ له ښوونځي کور ته ورسېدم، د کور په انګړ کې څوک نه ښکارېدل، د لوی دالان دروازه بنده وه، له يوې وړې کړکۍ ښکارېدل چې د کور ټول لوی واړه په دالان کې ويده دي. وچه ډوډۍ شيدې، مستې، شړومبې، کوچ او ټول به همدلته په دالان کې وو. په انګړ کې د برنډې په ژۍ تر ډېره وږی ناست وم. خو له لوږې سره جنګ نه کېږي، که مې مور لرلای داسې نه کېدل، له کوره ووتم، د کلي لوی توت ته وختم، ښه مې ځان موړ کړ. دا  کيسه له دې وروسته هره ورځ تکرارېده.
اميد په کلنيو ازموينو کې ښوونځی پرېږدي. له خپل ورور سره خوست ته په کار پسې ځي. اميد په يوه مارکېټ کې چې دوکانونه جوړېږي، کار کوي. د مارکېټ مالک په پاکستان کې اوسېږي. د مارکېټ منشي د اميد د ژوند له کيسې خبرېږي.
۱۵ کلن اميد چې د شاقه کارونو توان نه لري سره لمر ته په بېل خاوره غورځوي، په تندي يې مړې خولې روانې دي، په لستوڼي د ټنډې خولې پاکوي چې تر څنګ يې يو سور لندکروزر موټر درېږي. په موټر کې د کار مالک اطلس خان ناست وي، اميد ته وايي چې له کيسې يې خبر دی. د کار مالک د اميد ورور ته وايي چې د اميد د مزدورۍ پيسې به هره مياشت نغدې ورکوي، خو شرط دا دی چې له درسه به یې نه راګرځوي.
اميد وايي: څو ورځې کار بيخي خوار کړی وم. دا خبر راته لوی زیری و. د کور له مالک سره د دوی کور ته چې ميرام شاه کې و، ولاړم.
د کور مالک اميد په يوه پاکستاني مکتب کې شاملوي، څلور مياشتې تېرېږي، خو اميد نه توانېږي چې هلته په اردو ژبه زده کړه وکړي. بالاخره د افغانانو ښوونځي ته ځي، هلته لسم ټولګی لولي، څلور مياشتې وروسته بیرته کور ته راګرځي. ويني چې وړه خور يې له تاوتریخوالي سره مخ ده.
اميد وايي، سوداګر د لويو موټرو کاروبار لاره، ورته ومې ويل، موټر زده کوم، نور درس نه وايم، هلته مې په کور کې د خور ژوند ځوروي. هغه راته په غوسه شو، ويل يې ته مې د درس له پاره راوستی يې، نه د موټر زده کولو له پاره، خو له ډېرو زاريو وروسته يې راسره ومنله.
د کاماز موټر چلول مې په څلورو مياشتو کې زده کړل، موټر يې راته وسپاره، د مياشتې يې ۳۵۰۰ کلدارې معاش راکاوه، هغه وخت دا ډېر زیات معاش و. څو مياشتې وروسته مې څه مال غزني ته يووړ، له هغه ځايه کلي ته په همدې کاماز موټر کې ولاړم، د کلي لوی او واړه راباندې راټول شول، کاماز، زما نويو جامو او پاکې څېرې ته يې حيران حیران کتل. د دې ترڅنګ مې ۱۲۰ لکه پخوانۍ پيسې هم راوړې وې.
امید خپلې خبرې رالنډوي او وايي: د کرزي د دورې تر پيل وروسته په کابل کې له يوه شرکت سره کابو پنځه کاله موټروان وم. يوځل بیا مې زده کړې پيل کړې، د مور هيله مې لا په زړه کې وه، د خپل ملګري انجنير اجمل په مالي ملاتړ مې د کار ترڅنګ انګليسي او کمپيوتر هم زده کړل. د کابل په کمپنۍ کې مې کور جوړ کړ.
د انګلیسي ژبې تر زده کړې وروسته امید، څه موده له يوه ټرانسپورټي شرکت او څه وخت هم په پکتيا کې د دپيچای په نوم له يوې امريکايي کمپنۍ سره د ترجمان په توګه کار کوي. د دپيچای د کمپنۍ تر کار وروسته له (سيول کور) ساختماني شرکت سره د کمپيوټر په برخه کې کار پيلوي، د شرکت په مرسته د يو کال په بهير کې د انجنيرۍ د سروې او جيومټري کورسونه وايي، شرکت يې د دوو مياشتو له پاره د سيول ټري ډي د زده کړې له پاره اسلام اباد ته لېږي او له هغې وروسته د پنځو کلونو له پاره له ياد شرکت سره د انجنير په توګه کار کوي.
اميد اوس د جمهوري خواهانو د ګوند غړی او په جمهوري رياست کې د جمهور رئیس د سلاکار د سکرټر په توګه کار کوي.هغه د خپل مشر تره له لور سره واده کړی، د درې لوڼو او درېيو زامنو پلار دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA