ads

د كندهار د ټرانسپورټ عوايد ۴۰ فيصده لوړ شوي

د كندهار د ټرانسپورټ رياست وايي، سږ كال يې د نورو ولايتونو په پرتله عوايد زيات شوي او  كچه يې له ټاكل شوي هدف څخه هم ۴۰ فيصده زياته شوې ده.د کندهار د ټرانسپورټ رئیس نجیب الله احمدي په دې اړه له کلید راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، د روان کال عوائد […]

نویسنده: The Killid Group
15 لیندۍ 1394

د كندهار د ټرانسپورټ رياست وايي، سږ كال يې د نورو ولايتونو په پرتله عوايد زيات شوي او  كچه يې له ټاكل شوي هدف څخه هم ۴۰ فيصده زياته شوې ده.
د کندهار د ټرانسپورټ رئیس نجیب الله احمدي په دې اړه له کلید راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، د روان کال عوائد يې تر ټاکلي هدف څلویښت ۴۰  لوړ تللي چې په نورو ولايتونو كې بيا داسې نه ده د كندهار د ټرانسپورټ رياست وايي، سږ كال يې د نورو ولايتونو په پرتله عوايد زيات شوي او  كچه يې له ټاكل شوي هدف څخه هم ۴۰ فيصده زياته شوې ده.
د کندهار د ټرانسپورټ رئیس نجیب الله احمدي په دې اړه له کلید راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، د روان کال عوائد يې تر ټاکلي هدف څلویښت ۴۰  لوړ تللي چې په نورو ولايتونو كې بيا داسې نه ده
احمدي زياته كړه، د سږني كال څو مياشتې لا پاتې دي او كېداى شي د ټرانسپورټ رياست د عوايدو كچه تر دې هم لوړه ولاړه شي: (( د ټول افغانستان په سطحه لومړى ولايت كندهار دى چې عوايد يې ۴۰ فيصده زيات شوي، هغه هدف چې موږ د ځان لپاره ټاكلى دى، د مستوفيت په همكارۍ د ولايت مقام په تفاهم او د وزارت د اصولو په نظر كې نيولو سره ځانته ټاكو، لا خو كال پاتې دى شايد نور هم لوړ شي.))
نجیب احمدي وايي، د ټرانسپورټ رياست د عوايدو لوړوالی د هغه د ډيرو هڅو نتيجه ده او دى يې لامل په خپله اداره كې د اصلاحاتو راوستل او د قانون تطبيق بولي: (( شفافيت نسبت پخوا ته سل په سله موجود دى، طبعا ستونزې به وي، ځكه زموږ سيستم برقي كميشن نه دى او په نړيوال سټنډرډ برابر نه دى، خو زموږ هڅې، شفافيت د ادارې همكاري، د ولايت همكاري د عوايدو په راټولولو كې لازمه او ملزوم وه، چې زموږ په عوايدو كې وتوانېدو تر څلوېښتو فيصدو پورې زياتوالى په كې راولو.
احمدي وايي، د ټرانسپورټ رياست ټول عوايد له بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرونو څخه ترلاسه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA