ads

د اندړو محلي پوليسو يو څاه كيندونكى په ډېره بې رحمۍ وژلى

د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ لسګونه اوسیدونکو په داسې حال كې چې په یاده ولسوالۍ کې یې د سیمه يیزو پولیسو له لوري د یوه وژل شوي کس جنازه هم ورسره لیږدوله، سوله يیز لاریون وکړ او له دولت څخه يې د سیمه يیزو پولیسو او ولسي پاڅون په نامه د وسله والو کسانو […]

نویسنده: The Killid Group
25 لړم 1394
د اندړو محلي پوليسو يو څاه كيندونكى په ډېره بې رحمۍ وژلى

د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ لسګونه اوسیدونکو په داسې حال كې چې په یاده ولسوالۍ کې یې د سیمه يیزو پولیسو له لوري د یوه وژل شوي کس جنازه هم ورسره لیږدوله، سوله يیز لاریون وکړ او له دولت څخه يې د سیمه يیزو پولیسو او ولسي پاڅون په نامه د وسله والو کسانو د خلع سلاح كولو غوښتنه كوله.
دغو کسانو چې نن له غرمې مخکې د ولایت مقام مخې ته راغونډ شوي وو، له کلید سره په خبرو کې ويل، پرون مازيګر د اندړو د کجیرکلي سیمه يیزو پولیسو یو ملکي وګړی د ولسوالۍ بازار ته د لارې له اوږدو څخه نیولی او وروسته یې په ډیره وحشیانه توګه وژلی دی. د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ لسګونه اوسیدونکو په داسې حال كې چې په یاده ولسوالۍ کې یې د سیمه يیزو پولیسو له لوري د یوه وژل شوي کس جنازه هم ورسره لیږدوله، سوله يیز لاریون وکړ او له دولت څخه يې د سیمه يیزو پولیسو او ولسي پاڅون په نامه د وسله والو کسانو د خلع سلاح كولو غوښتنه كوله.
دغو کسانو چې نن له غرمې مخکې د ولایت مقام مخې ته راغونډ شوي وو، له کلید سره په خبرو کې ويل، پرون مازيګر د اندړو د کجیرکلي سیمه يیزو پولیسو یو ملکي وګړی د ولسوالۍ بازار ته د لارې له اوږدو څخه نیولی او وروسته یې په ډیره وحشیانه توګه وژلی دی.
د هغوی په وینا سیمه يیزو پولیسو دغه کس لومړی د مرمۍ او برچې په وسیله وژلی او وروسته یې خپل رنجر هم ورباندې تېر کړی چې اوس یې مړى نه هم سر لري نه هم لاسونه  ورپورې شته.
د وژل شوي کس ورور حاجي خال محمد کلید ته وویل، وژل شوى ورور یې شاولي نومېده او د برمې وهلو دستګاه یې درلوده.
هغه په ژړغوني غږ کلید ته وویل: (( دا کس زما سکه ورور دی او برمه وهي، پرون یې غوښتل زموږ له کلي څخه برمه د کجیر کلي ته انتقال کړي او هلته یوه کس ته برمه ووهي، نو هماغه کلي ته پر بایسکل روان و چې د کجیر کلي اربکیانو هلته نیولی و، کله چې موږ د کجیر کلي ته لاړو خلکو راته وویل، پوستې ته مه ورځئ کنه تاسې هم وژني، د شپې په نهه بجې زنګ راغی چې راشئ د شاولي مړی د ولسوالۍ کلنیک کې دى، کله چې ورغلو نه یې سر و، نه یې لاسونه وو، تکه- تکه یې کړی و.))
مظاهره چيانو له حکومت څخه د پیښې د عاملینو د نیولو او مجازاتو غوښتنه وکړه او ګوت څنډنه یې وکړه که داسې ونه شي نو د حکومت پر وړاندې به وسله وال پاڅون وکړي.
د غزني ولایت ځایي چارواکو د اندړو ولسوالۍ له دغو اوسیدونکو او د وژل شوي کس د کورنۍ له غړو سره په لیدنه کي ژمنه كړې چې  پیښه به په جدي توګه وڅیړي او  عاملینوته به یې هم سزا ورکړي.
د غزني والي محمد امان همیم، له مظاهر چيانو سره په لیدنه کي وویل، داسې جنایت چې هغه هم د دولتي کسانو له لوري له خلکو سره وشي د دوی په ګډون هیچا ته د زغملو وړ نه دی: (( ژمنه كوم چې د قومي مخورو په حضور کي به د دغې پیښې عاملین له دندو ګوښه او قضایي ارګانونو ته وسپارو.))
د غزني ولایت د ملي امنیت د ریاست مشر علي احمد مبارز هم په خپلو خبرو کې وویل، د اندړو خلکو ورته د سیمه يیزو پولیسو او ولسي پاڅون کوونکو د زور زیاتیو او جنایاتو په اړه شکایتونه کړي دي: ((دغه کسان اصلاح کیدونکي نه دي او باید له دندو ګوښه او مجازات شي.))
د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل هم وویل، د خلکو له نوامیسو او سرونو څخه ساتنه د امنیتي ځواکونو دنده ده او په وینا یې که پاڅون کوونکي، سیمه يیز یا ملي پولیس هرڅوک په دغه پیښه کې لاس  ولري حتما به خپله سزا مومي.
د یادوني وړ ده، چي د اندړو ولسوالۍ اوسیدونکي په یاده ولسوالۍ کي د سیمه يیزو پولیسو او ولسي پاڅون د وسله والو له زور زیاتیو څخه هر کله شکایتونه کوي، خو سره له دې چې چارواکو یې د اصلاحاتو او ناسمو کسانو د نیولو ژمنې کړې وې، اوس ليدل كېږي چې هغه ژمنې لا هم پر خپل ځاى پرتې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA