ads

سیمون دوبووار څه ډول لیکل کول؟

فرانسوي لیکواله او مفکره سیمون لوسي ارنستین ماري برتراند دوبووار، په ۱۹۰۸میلادي کال د پاريس په یوه بډایه کورنۍ کې نړۍ ته سترګې غړولې دي. په پنځه کلنۍ کې يوه کاتولیک ښوونځي ته لاړه، هغه ښوونځي ته چې په وینا یې نه يې خوښېده.  دوبووار په ۱۹۲۵میلادي کال دیپلوم واخست. که څه هم کورنۍ يې […]

نویسنده: The Killid Group
4 لړم 1394
سیمون دوبووار څه ډول لیکل کول؟

فرانسوي لیکواله او مفکره سیمون لوسي ارنستین ماري برتراند دوبووار، په ۱۹۰۸میلادي کال د پاريس په یوه بډایه کورنۍ کې نړۍ ته سترګې غړولې دي. په پنځه کلنۍ کې يوه کاتولیک ښوونځي ته لاړه، هغه ښوونځي ته چې په وینا یې نه يې خوښېده.  دوبووار په ۱۹۲۵میلادي کال دیپلوم واخست. که څه هم کورنۍ يې مخالفت کاوه، خو دې د ښوونکي دنده غوره کړه. بیا يې د سن ماري په انسټیټیوټ کې فلسفې او ادبیاتو ته مخه کړه. د سوربن له پوهنتون څخه يې د لیسانس سند تر اخستلو پورې د یوې لنډمهالې تحقیقي دورې په لړ کې د نوموتو فلاسفه وو لکه: کانت، دکارت، رګسون، نیچه او نورو اثار ولوستل. فرانسوي لیکواله او مفکره سیمون لوسي ارنستین ماري برتراند دوبووار، په ۱۹۰۸میلادي کال د پاريس په یوه بډایه کورنۍ کې نړۍ ته سترګې غړولې دي. په پنځه کلنۍ کې يوه کاتولیک ښوونځي ته لاړه، هغه ښوونځي ته چې په وینا یې نه يې خوښېده.  دوبووار په ۱۹۲۵میلادي کال دیپلوم واخست. که څه هم کورنۍ يې مخالفت کاوه، خو دې د ښوونکي دنده غوره کړه. بیا يې د سن ماري په انسټیټیوټ کې فلسفې او ادبیاتو ته مخه کړه. د سوربن له پوهنتون څخه يې د لیسانس سند تر اخستلو پورې د یوې لنډمهالې تحقیقي دورې په لړ کې د نوموتو فلاسفه وو لکه: کانت، دکارت، رګسون، نیچه او نورو اثار ولوستل.
همدا چې په ۱۹۲۸کال یې د لیسانس سند ترلاسه کړ، له ژان پل سارتر سره اشنا شوه. ساتر، اندره اربو او پل نیزان، د فلسفې درې هغه زده کوونکي وو چې تل یو ځای سره راټولېدل. دوبووار وکولای شول چې د هغوی ډلې ته لاره وکړي.  
د مېلمه، د نورو وينې ناولونه او د بېهوده خولې ډرامه د دوبووار په لومړنيو اثارو کې راځي. په ۱۹۴۶ کې دوبووار د سارتر په غوښتنه پر يوې څېړنې چې ښځې توب يې په رښتيا پر برخلیک څه متفاوت اغېز کړی، لاس پورې کړ.نوموړې د خپلې دې څېړنې پايلې د (دویم جنس) په نوم په یوه ډېر جنجال زېږوونکي او با ارزښته کتاب کې چاپ کړې. پر مېلمه، د نورو وينې، دویم جنس او نورو کتابونو تر څنګ (ټول مري، لوړپوړي مامورین، د یوې ښکلې نجلۍ خاطرې، ارام مرګ، ښکلي انځورونه، نابوده ښځه او زړښت) د سیمون دوبووار هنري اثار دي. سیمون دوبووار، تر اوږدې مودې مبارزې او ښې لیکوالۍ وروسته په ۱۹۸۶ کال د ۷۸ کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې او په پاریس کې د سارتر تر څنګ خاورو ته وسپارل شوه.
سیمون دوبووار له پاریس ریویو مجلې سره په يوه مرکه کې د خپلې لیکوالي رازونه داسې بیان کړې دي:
زموږ په دوره کې دا معمول نه وه چې په کم عمر کې دې کتاب چاپ شي. ژان پل سارتر هم ۳۵ کلن و چې د کانګې او دیوال کتابونه يې بازار ته راووتل. خو همدا چې زما د چاپ وړ لومړنی کتاب رد شو، څه ناڅه نهيلې شوم. کله چې بیا د (هغه د پاتې کېدو لپاره راغلی) کتاب مې رد شو، ډېره يې وځورولم. وروسته مې فکر وکړ چې باید لږ صبر وکړم. ډېری لیکوال پېژنم چې د کار د پيلولو لپاره ورو مخته تللي دي. خلک تل د استاندال خبره کوي چې تر ۴۰ کلنۍ پورې يې ليکل نه وو پیل کړي.
که څه هم د ورځې له پیل سره سم کار کولو ته جوړه نه یم، خو تل د کار د پيل لپاره بېړه کوم. معمولا يوه پیاله چای څښم او بیا په لسو بجو کار پیلوم او تر يوې بجې پورې کار کوم. بیا ورځم خپل دوستان ګورم او پوره پنځه بجې خپل کار ته راګرځم. د شپې تر نهو بجو بیا په کار لګیا یم.   
په کار کې ډوبېدل په هغه څه پورې تړلي چې لیکم يې. که کار ښه مخ ته لاړ شي، پنځه لس دقیقې او یا هم نیم ساعت د تېرې ورځې لیکل شوي شیان لولم او اصلاحات په کې کوم. بیا نو له هماغه ځایه خپل کار ته دوام ورکوم. د تنستې سر د پیدا کولو له پاره لومړی باید هغه څه چې لیکلي مې دي، ولولم.  
د کال په اوږدو کې ډېره کمه مطالعه کوم. کله چې سفر ته ځم، له کتابونو یو ډک بکس راسره وي. دا بیا هماغه کتابونه دي چې د لوستلو وخت مې ورته نه و پیدا کړی. خو که سفر یوه میاشت یا شپږ اوونۍ دوام وکړي، لږ لږ د بې قرارۍ احساس کوم، په تېره چې دا واټن د دوو کتابونو د لیکلو په وخت کې رامنځته شي او کار ونه کړم، حوصله مې سر ته خېژي.  زه له ټایپ کولو سره نه یم بلده، خو دوه ټايپستان لرم چې زما خط لوستلای شي. کله چې د یوه کتاب پر وروستۍ نسخې کار کوم، تل دوې لاس کښلې نسخې برابروم. ډېره هڅه کوم خو بیا هم زما خط په سختۍ لوستل کېږي.
د وخت تېرېدو حساسه کړې یم. فکر مې کاوه چې زړه یم، حتی هغه وخت چې دولس کلنه وم. دا راته هېښوونکې ښکارېده چې ۳۰ کلنه دې يم، داسې مې انګېرله چې يو څه مې ورک کړي دي. خو په عین حال کې په دې هم پوهېدمه چې څه به؛ نو ترلاسه شي. د ژوند هرې دورې يو څه را زده کړل.
د کرکټرونو نومونه ډېر راته مهم نه دي. په (هغه د پاتې کېدو لپاره راغلی) ناول کې مې د خاویر نوم ځکه غوره کړ چې یوازې یو کس مې لیدلی و چې نوم يې همداسې و. کله چې په نوم پسې ګرځم، د خپل ټلیفون کتابچه پرانيزم یا هم هڅه کوم د خپلو پخوانيو زده کوونکو نومونه رایاد کړم.
د خپلو داستانونو تر کرکټرونو د هغوی ترمنځ له اړیکو سره، که هغه عاشقانه او یا هم دوستانه وي، علاقه لرم. دا چې په اکثرو ناولونو کې یوه داسې ښځه کرکټره وي چې د ناسمو باورونو له کبله په ګمراهۍ سر کېږي او د لېونتوب له خطر سره مخ کېږي، زما په نظر ډېرې نننۍ ښځې دغسې دي. ښځې اړ دي یو داسې رول ادا کړي چې خپله هغسې نه دي. مثلا د یوې بدکارې ښځې رول لوبول، یا د هغوی د شخصیت جعل کول. د داسې ښځو په نسبت د ډېرې خواخوږۍ احساس کوم. هغوی مې تر متعادلو کورنیو ښځو او ميندو خورا جذبوي. نورې ښځې هم شته چې تر دې لا زیات زما توجه جلبوي، هغوی چې خپلواکې او حقیقي دي. هغوی چې کار کوي او يو څه رامنځته کوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA