ads

محدود چارواکي خو لویه بدنامي!

که څه هم ښايي د رهبریت په کچه د ځینو ستونزو د شتون له کبله د غوڅ او پرېکنده اجرااتو په وړاندې ننګونې رامنځته شي، خو په لویه کې ولس له حکومت نه د خبرو او شعار پر ځای عمل غواړي. که څه هم ښايي د رهبریت په کچه د ځینو ستونزو د شتون له […]

نویسنده: The Killid Group
10 وږی 1394

که څه هم ښايي د رهبریت په کچه د ځینو ستونزو د شتون له کبله د غوڅ او پرېکنده اجرااتو په وړاندې ننګونې رامنځته شي، خو په لویه کې ولس له حکومت نه د خبرو او شعار پر ځای عمل غواړي.

که څه هم ښايي د رهبریت په کچه د ځینو ستونزو د شتون له کبله د غوڅ او پرېکنده اجرااتو په وړاندې ننګونې رامنځته شي، خو په لویه کې ولس له حکومت نه د خبرو او شعار پر ځای عمل غواړي.

جمهور رییس محمداشرف غني له ديني عالمانو سره د فساد په وړاندې په یوې ملي غونډه کې وويل چې د حکومت په کچه یوشمېر محدودو چارواکو د افغانستان شهرت ته زیان رسولی او دغه هېواد یې نړۍ ته د یوه مفسد هیواد په توګه معرفي کړی دی.

د جمهور دغه څرګندونې دوې اندېښنې له ځانه سره لري، يوه دا چې لا هم د افغان حکومت ادارې د يو شمېر مفسدو چارواکو په لاس کې دي او دويم دا چې په نړيواله کچه هيڅ یو هیواد دې ته زړه نه ښه کوي چې له افغانستان سره مالي مرستې وکړي.

دغه اندېښنې نېغ په نېغه د افغانانو پر ژوند منفي اثر ښندي او خپلې هيلې له لاسه ورکوي. افغانان په دې باور دي چې اداري فساد په افغانستان کې د ټولو ستونزو مور ده او تر هغه پورې چې د دغې پديدې مخه ونه نیول شي، په دغه هیواد کې به نه په رښتني توګه امن راځي او نه به هم اقتصادي ثبات رامنځته شي.

د حامد کرزي په دوره کې که څه هم نړیوالې مرستې روانې وې خو له حکومت سره د نړیوالې ټولنې لوی جنجال اداري فساد و او وخت په وخت به له دې کبله تر فشار لاندې نیول کېده. حکومت به له دې فشارونو د تېښتې په نیت د فساد په وړاندې یو لړ حرکتونه کول، خو دا چې د دې پديدې په وړاندې اراده رښتني نه وه، نو دې مبارزې به هم هیڅ اثر نه کاوه او ورځ تر بلې به د فساد ريښې لا نورې پسې غځېدلې.

د نوي ملي وحدت حکومت مشرانو، چې تر ډېره په تېر حکومت کې هم پاتې شوي وو، د خپلې لوړې په مراسمو او تر هغه مخکې په خپلو کمپايني مبارزو کې د فساد په وړاندې رښتني مبارزه او اقتصادي رغون خپل کاري لومړیتوبونه وبلل. سره له دې چې ولس ډېر ډاډه نه و چې نوي مشران به ډېر ژر وکولای شي دغه زخم چې نور ناسور شوی دی، ورغوي؛ دغو ژمنو او شعارونو ته خوشبیني څرګنده کړه او هيله يې وښوده چې کلک عمل پرې وشي.

ولس تمه لرله او تمه لري چې د حکومت دواړه مشران، حتی د خپلې نېکنامۍ په خاطر هم باید، د فساد د نابودې پدېدې په وړاندې قاطع چلند وکړي. ولس ځکه دا هیله کوي چې د حکومت چارې د دوو ټيمونو ترمنځ ويشل شوی او ځينو تجربو ته په پام د دې امکان شته چې د فساد په وړاندې مبارزه د ځينو سلیقوي او ټيمي برخوردونو له کبله له خنډ و ځنډ سره مخ شي.

د ولس په وينا، اداري فساد د افغانستان او په تېره د افغان حکومت پر سینه یو ناسور ټپ دی. دغه ټپ که هرکله تشخيصېږي په کار ده چې علاج يې وشي. د افغان حکومت مشران که پر دې خبر دي چې یو شمېر چارواکو هغه هم د دوی په وينا یو شمېر محدود چارواکي پخپل اداري فساد سره افغانستان بدناموي او دغه هیواد له نړیوالو مرستو چې شدیده اړتیا ورته لیدل کېږي، بې برخې کوي؛ نو په کار ده چې د ملي وحدت حکومت مشران د افغانستان د لوړو ګټو د ضمانت په خاطر، ژر تر ژره دغه مفسدین له واکه لرې کړي او پرېنږدي چې د دوی شتون لا نور چارواکي اداري فساد ته وهڅوي.

ولس پوهېږي چې د ملي وحدت حکومت دا وړتیا لري او څو تېرو لنډو تجربو يې دا هیله زیاته کړې هم ده. حکومت وکولای شول چې یو شمېر په اداري فساد ککړ کسان څارنوالۍ ته وروپېژني او د څارنوالۍ له پوښتنو تېښتېدونکي آن د هیواد له سرحدونو بېرته راوګرځوي. د حکومت دغه اقدام د اداري فساد په وړاندې د ارادې د شتون زیری ورکړ، اوس هم حکومت کولای شي چې ټولو سلیقوي او ټيمي تمایلاتو ته شا واړوي او خپله دغه اراده لا نوره مظبوطه وښيي.

که حکومت دا نن یو محدود چارواکي کنټرول نه کړي، دا به ناممکنه وي چې سبا دې د یو لښکر احتمالي مفسدینو مخه ونيسي. د شعار او عمل ترمنځ توپیر همدا دی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA