ads

د پکتیا سرحدي ولسوالۍ خوندي کېږي

له اوږده ځنډ وروسته د پکتيا ولایت لوړپوړو چارواكو سرحدي ولسوالیو ته سفر وكړ او له خلكو سره يې ژمنې وكړې چې دغو سرحدي سيمو ته به ځانګړې پاملرنه کوي. له اوږده ځنډ وروسته د پکتيا ولایت لوړپوړو چارواكو سرحدي ولسوالیو ته سفر وكړ او له خلكو سره يې ژمنې وكړې چې دغو سرحدي سيمو […]

نویسنده: The Killid Group
10 وږی 1394
د پکتیا سرحدي ولسوالۍ خوندي کېږي

له اوږده ځنډ وروسته د پکتيا ولایت لوړپوړو چارواكو سرحدي ولسوالیو ته سفر وكړ او له خلكو سره يې ژمنې وكړې چې دغو سرحدي سيمو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

له اوږده ځنډ وروسته د پکتيا ولایت لوړپوړو چارواكو سرحدي ولسوالیو ته سفر وكړ او له خلكو سره يې ژمنې وكړې چې دغو سرحدي سيمو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

د پکتیا ولایت په څمکنيو ولسوالي کې ولايتي چارواکو او قومي مخورو په يوه پراخه غونډه کې برخه واخسته او  د جاني خېلو، ډنډ پټان، اريوب ځاځيو، لجه منګل او احمدخېلو ولسواليو پر امنيتي، رغنيزو، اقتصادي او ښوونيزو پروګرامونو یې خبرې او چارواكو ته سپارښتنې وكړې.

تېرې درې مياشتې له امنيتي پلوه د يادو ولسواليو لپاره ډېرې ويرجنې وې، ګڼ ځاني او مالي زيانونه يې سيمه والو ته واړول، د سيمې اوسېدونکو له ورغلو چارواكو وغوښتل چې د اوښتو زيانونو جبران دې په رغنيزو او اقتصادي چارو او پروژو وکړي.

يو تن قومي مخور حاجي ملنګ وويل، ولايتي اداره بايد سرحدي سيمو ته ځانګړی پام وکړي: (( دولت بايد د حکومتوالۍ د ټينګښت تر څنګ د امنيت د ټينګښت لپاره كار وكړي او ولس به هم خپله همكاري ونه سپموي.)) نوموړي زياته كړه: ((رغنيزې چارې خورا ټکنۍ دي، كه دولت غواړي چې كار وكړي؛ نو ولسي خلک له حکومت سره د خدماتو پر اساس تړل کېږي.))

د حاجي ملنګ په وينا؛ که چېرته په هره سيمه کې يو داسې سيستم رامنځ ته شي چې له مخې یې د سیمې په خوندیتوب کې سیمه وال برخه واخلي، نو شونې ده چې امنيت ټينګ شي.

محمد الله د سيمې يو بل مخور دی. نوموړی وايي چې په سرحدي سيمو کې حکومتي ادارې د قوانينو په پلي کولو کې پاتې راغلې دي:(( د اداري سيستم د کمزورۍ له وجې اکثريت خلک له حکومت څخه لرې شوې دي.)) نوموړی د بېلګې په توګه يادونه کوي چې د جاني خېلو ولسوالۍ چارواكو، تر اوسه له عامو خلکو سره هېڅ اړيکه نه ده پاللې:(( حکومتوالي هلته ټينګېدای شي چې په ټولو سيمو کې حکومتي ادارې فعاله شي، حکومتي خدمات خلکو ته په سم ډول ورسېږي.))

د پکتيا والي نصرت الله ارسلا له ځايي اوسېدونکو سره ژمنه وکړه چې د ولسواليو د اداري سيستم په سمون کې به جدي واوسي. نوموړي له خلکو وغوښتل چې د اداري فساد په مخنيوي کې يې ټینګ ملاتړ وکړي. نصرت الله ارسلا اداري فساد د ټولو پرمختګونو پر وړاندې خڼد وباله او خلکو ته يې ډاډ ورکړ چې تر وسه به يې پر وړاندې مبارزه کوي:((د حکومتوالي د ټينګښت په برخه کې د ولسي خلکو ملاتړ خورا اړين دی او بايد ولسي خلک له موږ سره همکاري وکړي چې د همدې ګډ کار پر اساس به حکومتوالي پياوړې کېږي.)) ارسلا زياته كړه:(( د ولسوالۍ د چارواكو په اړه چې هر څوک شکايت لري، زه يې پلټنه کوم که مشکل ولري او یا خپلې دندې ته نه حاضريږي، له دندې يې ګوښه کوم.))

د پکتيا والي نصرت الله ارسلا ژمنه وكړه چې د ټولنیز وضعیت د بهبود او ښه والي لپاره شپه او ورځ پر ځان یوه کړه:(( زموږ کوښښ دا دی چې خلکو ته د ښه ژوند زمينه برابره کړو او خلک به هله اسوده کېږي چې حکومتوالي پياوړې شي او دا زموږ لوى ارمان دی.))

ډنډ پټان او ځاځي اريوب د پکتيا هغه ولسوالۍ دي چې د خيبر پښتونخوا له پاړا چينار سيمې سره ۴۲ کيلومتره پوله لري، د يادو دوو او ور څېرمه نورو څلورو ولسواليو امنيتي وضعيت په دې وروستيو کې يو څه د اندېښنې وړ ښودل کېږي، همدا راز دغه سیمې له رغنيز پرمختګ او نورو پرمختيايي چارو څخه هم محرومې پاتې شوې دي.

د دې ولسواليو اوسېدونکو په وار وار مرکزي حکومت ننګولی که پام ور ته ونه کړي، داسې ستونزې به جوړې شي چې مرکزي حکومت ته به سر خوږی شي، خو په تېر کې هېڅ پام ورته نه دی شوی.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA