ads

پاکستان لا هم له افغانستان سره د اغفال له سیاسته كار اخلي

پاکستان لا هم له افغانستان سره د اغفال له سیاست نه په شا شوی نه دی او غواړي چې له دې لارې فرصت ترلاسه او افغانستان بې ثباته وساتي. دغه هیواد ډېر ځله په افغانستان کې د ثبات خبرې کوي خو عملا د ثبات لپاره ګام نه اوچتوي. پاکستان لا هم له افغانستان سره د […]

نویسنده: The Killid Group
25 زمری 1394
پاکستان لا هم له افغانستان سره د اغفال له سیاسته كار اخلي

پاکستان لا هم له افغانستان سره د اغفال له سیاست نه په شا شوی نه دی او غواړي چې له دې لارې فرصت ترلاسه او افغانستان بې ثباته وساتي. دغه هیواد ډېر ځله په افغانستان کې د ثبات خبرې کوي خو عملا د ثبات لپاره ګام نه اوچتوي.

پاکستان لا هم له افغانستان سره د اغفال له سیاست نه په شا شوی نه دی او غواړي چې له دې لارې فرصت ترلاسه او افغانستان بې ثباته وساتي. دغه هیواد ډېر ځله په افغانستان کې د ثبات خبرې کوي خو عملا د ثبات لپاره ګام نه اوچتوي.

په افغانستان کې د وروستیو پراخو ناامنیو له کبله د جمهور رییس اشرف غني له وروستي غبرګون نه چې د یو خبري کنفرانس له لارې يې څرګند او د وروستي ځل لپاره يې د تروریزم او د افغانستان د دښمنانو د کابو کولو په خاطر د خبرو لپاره تېره پنجشنبې یو پلاوی پاکستان ته واستاوه.

جمهور رییس غني وویل چې پاکستان باید له پلاوي سره تر یادې ناستې وروسته د ترهګرو په وړاندې خپل دريځ څرګند او د ژمنو د پوره کولو لپاره عملي ډګر ته ووځي. غني دا هم وویل چې په افغانستان روانه جګړه يوه تپل شوې جګړه ده او پآکستان باید دې جګړې ته نور د پای ټکی کېږدي.

پاکستان ته د افغان پلاوي تر سفر وروسته د ځینو افغان او پاکستاني چارواکو له ظاهري څرګندونو ښکاري، پلاوی تش لاس راستون شوی او پاکستان د اغفال بله لوبه ښايي ورسره پيل کړې وي. خو په څرګند ډول تر هغه پورې چې افغان دولت خپل موقف د دغې ناستې په اړه نه وي څرګند کړی، دا سخته ښکاري چې د دې ناستې د ټولو جزیاتو په اړه دې څوک قضاوت وکړي، خو دا چې پاکستان تل د افغانستان په چارو  کې مغرضانه رول لوبولی او له هر وخت او موقعیت نه يې د افغانستان له ښه نیت او باور نه ناوړه استفاده کړې، دا احتمال لرې نه دی چې پاکستان دې په افغانستان کې د ثبات په نسبت رښتنی عمل وکړي.

افغان دولت له پاکستان نه غواړي چې د ټولو هغو عواملو په وړاندې د مخالفت عملي او ستر ګامونه واخلي چې د افغانستان ثبات ګواښي. جمهور رییس غني پخپلې ترټولو وروستۍ وینا کې څرګنده کړه چې د پاکستان پر ژمنو څنګه باور رامنځته شي چې د افغان دولت مخالفان په پاکستان کې مرکزونه لري او په ډاډه زړه په هغه هیواد کې تګ راتګ او مجلسونه کوي.

افغانان هم چې نور له جګړو ستړي دي او غواړي چې دولت د دې هیواد د دوست او دښمن تعریف ورته وړاندې کړي، دا هیله لري چې پاکستان خپل دريځ د افغانس سولې او ثبات په نسبت څرګند کړي، چې افغان دولت وپوهېږي چې په راتلونکي کې له دغه هیواد خپل روابط څنګه او په کوم معیار برابر کړي.

له بل لوري د جمعې په ورځ د افغانستان د عالمانو سراسري شورا هم په یوه درنه ناسته کې د پاکستان د هغو نیتونو په نسبت چې تل په افغانستان کې چې يو مسلمان ملک دی فتنه او نفاق اچوي او بې ثباتیو ته لمن وهي، د جهاد فتوا ورکړه او په یو بېړني اقدام کې د پاکستاني طالبانو د جعمیت الاحرار ډلې يې ملاتړ اعلان کړ.

خو افغانان سره له دومره احساساتو چې د خپل وطن په وړاندې لري، د پلاوي څرګندونو ته منتظر دي چې له پاکستانه يې څه راوړي او دا ناسته د ثبات په برخه کې څومره اغېزناک تمامېدای شي.

که چېرته پاکستان په افغانستان کې د ثبات لپاره ښه طرحه جوړه کړې او پر هغه رښتنی عمل وکړي، نه یوازې دا چې په افغانستان کې بلکې د سیمې او نړۍ په کچه به بدلونونه رامنځته او په نهایت کې به د افغانستان د اقتصادي څرخ د  ګرځېدو لپاره زمینه مساعده کړي.

خو که چېرته د تل په څېر بیا هم پاکستان د افغان چارواکو د اغفال سیاست طرحه کړی وي، نو افغان دولت ته په کار دی چې دغه دريځ ته يې قوي او جدی ځواب ورکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA