ads

۱۴ کاله هېر جاني خېل او اوسنۍ ناخوالې!

د دنګو غرونو، شنو درو، بې سارې طبيعي ښکلا لرونکې جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکو ته د حکومت نه پاملرنې او په تېرو ۱۴ کلونو کې د وسله والو حاکميت ګڼ محروميتونه ورکړي دي. دې ولسوالۍ ته پر غځېدلې لويه لاره کم وخت حکومتي چارواکي او امنيتي ځواکونه تګ راتګ کوي. د دنګو غرونو، شنو درو، […]

نویسنده: The Killid Group
13 زمری 1394
۱۴ کاله هېر جاني خېل او اوسنۍ ناخوالې!

د دنګو غرونو، شنو درو، بې سارې طبيعي ښکلا لرونکې جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکو ته د حکومت نه پاملرنې او په تېرو ۱۴ کلونو کې د وسله والو حاکميت ګڼ محروميتونه ورکړي دي. دې ولسوالۍ ته پر غځېدلې لويه لاره کم وخت حکومتي چارواکي او امنيتي ځواکونه تګ راتګ کوي.

د دنګو غرونو، شنو درو، بې سارې طبيعي ښکلا لرونکې جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکو ته د حکومت نه پاملرنې او په تېرو ۱۴ کلونو کې د وسله والو حاکميت ګڼ محروميتونه ورکړي دي. دې ولسوالۍ ته پر غځېدلې لويه لاره کم وخت حکومتي چارواکي او امنيتي ځواکونه تګ راتګ کوي.

له روژې وړاندې وسله والو طالبانو د څمکنيو او جاني خېلو تر منځ غځېدلې لاره د امنيتي ځواکونو پر مخ وتړله او هره ورځ يې له امنيتي ځواکونو سره مخامخ جګړه وکړه. د دې لارې د خلاصون لپاره افغان امنيتي ځواکونو خپل ټول تدابير وکارول او د ټولو امنيتي ځواکونو ګډ عمليات یې ترسره کړل، چې د دواړو لوريو تر څنګ ولسي خلکو ته هم مرګ ژوبلې پکې واوښتې.

له څمکنيو څخه جاني خېلو ته اوښتې ته غځېدلې لاره امنيتي ځواکونو د يوې مياشتې په ترڅ کې د وسله والو طالبانو په بريدونو کې وايسته او په دې وتوانېدل، چې تر جاني خېلو ورسېږي. دا لاره په لواړي غاښي اوښتې. لواړی د څمکنيو او جاني خېلو په منځ کې د ګڼو ونو لرونکی غر دی، چې په منځ کې يې خامه لاره تېره شوې، د دې لارې په اوږدو کې خټين کورونه او کلي اباد دي، چې پکې مېشت پښتانه يې د ژوند له لومړنيو اسانتياوو هم بې برخې دي، خو وروستي جنګ له هغو کورونو هم لرې کړل، چې پلرونو او نيکونو يې اباد کړي وو.

د جاني خېلو او ورته د غځېدلې لارې په اوږدو کې د پرتو کليو يو شمېر اوسېدونکي په کابل کې په دندو بوخت دي، دوی د وسله والو له وېرې خپلو کورونو ته په ډاډ نه شي راتلای. يو تن چې نوم يې نه اخست، د خپلې سيمې حالت داسې بيان کړ:(( زموږ مشران کيسه کوي، چې د ثور له انقلابه وروسته هيڅ داسې حالت نه دی راغلی، زه په رخصتي راغلی يم، خو په خپلې رخصتۍ پښېمانه يم، کاشکې نه وای راغلی، خلک له خپلو کورونو کوچېدلي، وېره ده، ترهه ده، امنيتي ځواکونه به نن وي، سبا به نه وي، موږ به بيا څه کوو.))

د لواړي غره په لمنه کې حسن زي اوسي، چې د څمکنيو ولسوالۍ اړوندېږي، په تېره يوه مياشت کې دلته وسله والو دوه بشپړ کلي د حکومت د ملاتړ په تور وسوځول او اوسېدونکي يې دا وخت د څمکنيو ولسوالۍ په مرکزي ښارګوټي شهرنو کې اوسي.

دوی وايي، له هر څه لومړی بايد ورته د ژوندي پاتې کېدو ډاډ رامنځ ته شي. دوی له خپلو مېنو کوچېدلي او کورونه يې د جنګ پر کرښه پراته دي. د دې سيمې اوسېدونکي وايي، د تېرې يوې مياشتې جنګ يې پر ژوند خورا منفي اغېزې کړې دي. ګل ولي شاه په دې اړه كليد ته خپله كيسه كړې ده:(( زموږ دوه کلي وسله والو سوځولي ـ دا جنګ ډېرې بدې اغېزې لري، زموږ ښوونځی، کلينيک او هر څه يې اغېزمن کړي دي، زه هلته په لېسه کې استادي لرم، خو چې جنګ شروع شوی، زموږ هر څه پاتې شوي دي.)) خو شېراحمد د سيمې يو بل اوسېدونکی بيا له دولت څخه د مرستې غوښتنه كوي: (( دلته ولسي خلک د جنګ له کبله وکړېدل، له خپلو کورونو وکوچېدل، کورونه يې وسوځېدل او په لويه کچه مالي او ځاني زيانونه ورواوښتل، حکومت بايد له خلکو سره مرسته وکړي.))

د پکتيا حکومتي چارواکي وايي، اوس يې دې ته زمينه برابره کړې، چې حکومتي ادارې، مرستندوی بنسټونه او نړيواله ټولنه په سيمه کې مرستې وکړي. تر اوسه پورې د جاني خېلو او څمکنيو ولسوالیو له جنګ ځپلو سره د حکومت او يا کومې بلې ادارې له لوري ځانګړې مرستې نه دي شوې، خو امنيتي چارواکي وايي، دوی د مرستو کولو لپاره زمينه برابره کړې، څو هلته مرستې بې له کوم امنيتي تهديده ورسول شي او خلکو ته ورکړل شي.

د پکتيا امنيه قومندان پاسوال زلمی اورياخېل وايي، اوس په دې توانېدلي، چې د جاني خېلو ولسوالۍ د جنګ ځپلو ملاتړ وکړي. دی وايي، ولسوالۍ ته غځېدلې لويه لاره يې د ټرافيکو پر مخ خلاصه کړې، خو لا هم د غرونو په څوکو کې وسله وال حاکم دي. نوموړی وايي؛ ولسي خلکو يې د جنګ په سرو لمبو کې هم مرسته کړې او اوس هم ورسره ولسي خلک همکار دي او په وينا يې، له دې وروسته به امنيتي ځواکونه ولسي خلک يوازې نه پرېږدي.

د پکتيا ولايتي شورا وکيل تاج محمد منګل وايي، د لارې له خلاصېدو وروسته دې افغان ځواکونه د لارې په اوږدو کې ځای پر ځای شي او تر څنګ دې ټولې هغه ساحې وساتل شي، چې له امنيتي ګواښ سره مخامخ دي. د پکتيا امنيه قومندان پاسوال زلمی اورياخېل بيا وايي، دوی همدا اوس په هغو ساحو کې امنيتي پوستې ځای پر ځای کوي، چې له ګواښ سره مخامخ دي.

جاني خېل د پکتيا ختيځ ته پرته غرنۍ ولسوالي ده، چې وسله والو طالبانو پکې په تېرو ۱۴ کلونو کې پراخ نفوذ لاره او تر اوسه پکې خپل راج چلوي. افغان حکومت يې يوازې په ولسوالۍ کې حاکم پاتې شوی؛ نور يې په ونو پوښلي غرونه تر ډېره وسله والو نيولي دي. دې ولسوالۍ ته د غځېدلې لارې په خلاصون ولسي خلک خوښ دي، خو په راتلونکي کې د بشري مرستو د دوام، امن او د حکومت ځانګړي پام ته انتظار باسي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA